لوبی
افغان کرکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری د ۴۱ کلونو پر عمر ومړ
د افغانستان کرکټ بورډ د هغه مړینه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او د شینواري کورنۍ، خپلوانو او خواخوږو ته یتسلیت وړاندې کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې؛ لوبڅار بسم الله جان شینواری تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د هغه مړینه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او د شینواري کورنۍ، خپلوانو او خواخوږو ته یې تسلیت وړاندې کوي.
د کرکټ بورډ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بسم الله جان شینواري د لوبځار په توګه د خپلو بریاليو هڅو پر مهال په ۳۴ نړیوالو یو ورځنیو (ODI) ۲۶ نړیوالو شل اوریزو (T20) ۳۱ فرسټ کلاس، ۵۱ لیست A لوبو او ۹۶ کورنیو شل اوریزو لوبو کې د لوبڅارۍ دنده ترسره کړې ده.
د کرکټ بورډ چارواکو د دې سترې ضایعې په اړه د ژورې خواشینۍ څرګندولو تر څنګ د کرکټ په وده او پراختیا کې د شینواري له ارزښتناک رول او مسلکي خدماتو ستاینه کړې ده.
اروا ښاد شینواری د افغانستان یو له تجربه لرونکو لوبڅارانو څخه و، چې په خپل پېر کې یې د ملي او نړیوالو سیالیو لوبڅاري کړې ده.
ټاکل شوې، چې ارواښاد شینواری نن له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
