تازه خبرونه

افغان حکومت د دوحې ناستې هیله بښوونکي بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په داسې حال کې، چې افغان پلاوی له طالب استازیو سره د قطر په کوربتوب او د آلمان پر مدیریت په جوړیدونکې ناسته کې د ګډون لپاره دوحې ته رسیدلی؛ ولسمشرۍ ماڼۍ دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو د رسمي مذکراتو د پیل لپاره هیله بښوونکي بولي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د طالب استازیو او امریکایانو د اووم پړاو خبرې برخلیک ټاکوونکي بولي او ټینګار کوي، چې د دې هڅو په پایله کې ښایي تر دوه میاشتو پورې له طالبانو سره د سولې لومړنۍ هوکړه وشي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې مونږ تر راتلونکیو دوه میاشتو هڅه کوو، چې پدې اړه نه یوازې د څرګندو او ښکاره پرمختګونو لیدونکي شو، بلکې لږ تر لږه د دواړو خواوو هغه لومړنۍ هوکړه ، چې د حکومت او طالبانو خبرې دي؛ رامنځته شي.    

حکومت تمه لري، چې د دوحې په ناسته کې به د حکومت استازي په غیر رسمي توګه طالبانو ته د دولت دریځ ورسوي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم ویلي؛ مونږ هیله من یو، چې دغه ناستې او خبرې به د بین الا فغاني ناستې پیل ته زمینه برابره کړي.                  

اوس هم د دې ناستې په تړاو ځینې اندېښنې شتون لري.

رسنیزه مخکښه فریده نیکزاد ویلي، چې د خبرو پلاوی باید ملي ګټېو ته لومړیتوب ورکړي او همغږي رامنځته کړي.             

رسنیز مخکښ دانش کړوخېل وایي؛ زمونږ غوښتنه داده، چې د ناستې ګډونوال ځانګړې غوښتنې نه، بلکې د خلکو هغه وړاندې کړي.

که څه هم د طالب استازیو او امریکایانو د اووم پړاو خبرو او د افغانانو د خپلمنځي ناستې د پایلو په تړاو هیلې ډ‌ېرې دي؛ خو طالبانو ته نږدې سرچینې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته د طالبانو او حکومت د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره پیاوړې نه بولي.

پخوانی طالب سید اکبر آغا وایي، چې دا ناسته یوازې د نظرونو د اوریبدلو ده او داسې پایله به ونلري، چې د افغانستان برخلیک اغېزمن کړي.       

دا په داسې حال کې ده، چې له امریکایانو سره د خبرې کوونکي پلاوي غړی او ویاند سهیل شاهین په ډاګه کړې، چې: نن هم له امریکایانو سره په خاصو ګروپونو کې مذاکرات روان ول. سبا او بله ورځ به د بین الافغاني کانفرانس له کبله له امریکایي پلاوي سره خبرې نه وي. پر نهم د جولای به بیا مذاکرات پیل شي. مونږ د مذاکراتو له پرمختګه راضي یو او هیله من یم، چې پاته کار هم ژر بشپړ شي. تراوسه له کوم خاص خنډ او ځنډ سره نه یو مخ شوي.

دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد هم د اووم پړاو خبرې ګټورې نومولي او وایي، چې دا پړاو خبرې هم له پرمختګونو ډکې وې.

وبه کتل شي، چې د سولې لپاره روانې هڅې به د سولې د ټینګښت سبب شي او که نه؟

Trending

Exit mobile version