تازه خبرونه
افغان ځواکونو د وردګ ولایت د ملي خېلو په کلي کې اتیا کورونه نړولي- خلک
د وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ اوسیدونکي، چې کورونه یې د کابل – کندهار پر لویه لار پراته دي وایي؛ افغان ځواکونو د دې ولسوالۍ په ملي خېلو کلي کې اتیا کورونه نړولي او ویجاړ کړي دي.
د وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په جګړه کې راښکېل خلک مني، چې په دې سیمه کې وسلوال طالبان له افغان ځواکونو سره نښتې کوي؛ خو وایي، چې له یوې خوا وسلوال طالبان د دوی په سیمو کې پر افغان سرتېرو بریدونه کوي او له بلې خوا افغان سرتېري کورونه پر بمونو الوزوي او پر بلدوزرو یې ویجاړوي.
د ملي خېلو اوسیدونکی محمد آغا ویلي؛ په سیمه کې میشت ځواکونه ځانونه په امن کوي او زمونږ هستي او نیستي له خاورو سره برابروي.
دی پوښتي؛ دوی ولې هغه کورونه نړوي، چې خلکو جوړ کړي او خلک په کې اوسیږي.
د نوموړي په وینا؛ له دوی سره زیاتی کیږی او له دولت څخه د عدالت غوښتنه کوي.
د سید آباد د ملي خېلو اوسیدونکي څرګندوي، چې له اتلس کلونو راپدیخوا د دوی په سیمه کې جګړه روانه ده.
د ملي خېلو اوسیدونکی اکبر خان نومی آریانا نیوز خبریال ته یو کور ښیي، چې څلور ورځې مخکې په هوايي برید کې نړیدلی.
د نوموړي د څرندونو له مخې؛ افغان ځواکونه نه یوازې کورونه ویجاړوي، بلکې ماشومان او ښځې هم وېروی.
نصرالله نومي څرګنده کړې، چې زما د کور دروازه یې راماته کړه او د ګاونډ په کور کې مو د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي په کې سخت ټپیان شوي دي.
د وردګ ولایت والي او امنیه قومندان په دې اړه څه ندي ویلي.
وردګ د کابل دروازه بلل کیږي او یو له ناامنو ولایتونو څخه شمېرل شوی؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په دې ولایت کې افغان سرتېري په ښکاره د خلکو کورونه پر بلډوزرونو او بمونو وران او ویجاړوي.
تازه خبرونه
اندونیزیا افغانستان ته د روغتیايي همکاريو او تحصیلي بورسیو ډاډ څرګند کړ
د اندونیزیا د سرې میاشتې او د جوماتونو شورا رییس او د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یوسف کالا او مل پلاوي یې په کابل کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی سره ولیدل.
په کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیاخبرې شوې دي.
بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ محمد یوسف کالا په دغې لیدنه کې ویلي، چې اندونیزیا له افغانستان سره د روغتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې همکاري غواړي او افغان زدهکړیالانو ته تحصیلي بورسیې ورکوي.
دغه راز امیرخان متقي ویلي، چې افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له مخې چمتو دی، چې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ پانګونې ،سوداګریزۍ او ټرانزیټ اسانتیاوې رامنځته کړي.
امیر خان متقي زیاته کړې؛ افغانستان اوس د سیمې له هېوادونو سره د همغږۍ له مخې پر سترو سیمهییزو اقتصادي پروژو کار کوي، چې په کې د کاسا ۱۰۰۰ د انرژۍ پروژه، ټاپي او افغان- ټرانس شامل دي.
په دې پلاوي کې د قوانینو او بشري حقونو پخوانی وزیر عبدالحمید اول الدین او د اندونیزیا د انرژۍ او کانونو پخوانی وزیر سعید سودیرمن هم د سرې میاشتې او جوماتونو شورا د رییس محمد یوسف کالا ملتیا کوي.
ویل کیږي، چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مخ پر پراخېدو دي او غواړي، چې د جنوب ختیځې آسیا له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.
تازه خبرونه
امریکا او اروپا د بُن په ناسته کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله
د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ويلي: په داسې حال کې، چې امریکا او اروپا په افغانستان کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله؛ خو ایران وتوانېد، چې مخه یې ونیسي.
د ایران بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د حقوقي فکرونو له مرکز سره په مرکه کې د افغانستان د سیاسي نظام په اړه د خبرو پر مهال ویلي؛ امریکا په بُن غونډه کې د افغانستان لپاره د ښو طالبانو د ښه حکومت د جوړولو پلان جوړ کړی و او اروپا بیا د پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله.
دغه ایرانی چارواکي څرګنده کړې؛ هغه وخت ایران وتوانید، چې د دغو پلانونو مخه ونیسي.
جواد ظریف زیاته کړې؛ هېواد یې د بُن په غونډه کې خپلو موخو ته ورسېد او د نوي افغان حکومت په جوړولو کې یې خورا مهم رول ولوباوه.
د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد جواد ظریف وايي: ایران د بُن په غونډه کې خپلې موخې تر لاسه کړې او د افغانانو د ګټو پر بنسټ یې د نوي افغان حکومت په جوړولو او د تهران د امنیتي ملحوظاتو په نظر کې نیولو سره خورا مهم رول ولوباوه.
نوموړي له ترهګرو ډلو سره د ایران د مبارزې په اړه په دغه مرکه کې ویلي؛ په ګاونډ هېوادونو کې د ترهګرو ډلو منل د ښه ګاونډیتوب له اصولو څخه سرغړونه ده.
ظریف زیاته کړې، چې ایران د بُن په غونډه کې له امریکا سره د افغانستان او عراق په هکله هم مخامخ او ډیپلوماټیکه همغږي لرله.
د بن کنفرانس د ۲۰۰۱ کال پر ډسمبر د جرمني په بن ښار کې د افغانستان لپاره د نوي حکومت د جوړولو او د اسلامي امارت د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د ګډوډۍ د مخنیوي پر موخه جوړ شو. دغه کنفرانس له نهه ورځو خبرو وروسته د ډسمبر پر دیارلسمه په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت بنسټ کېښود.
تازه خبرونه
په افغانستان کې به سبا د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي
له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې څرګنده کړې، چې سبا (دوشنبه د غبرګولي څوارلسمه ) به په ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي.
یادې ادارې نن ( يکشنبه د غبرګولي دیارلسمه) اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د پوليو واکسين کمپاين دغه پړاو به څو ورځې روان وي.
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي وه، چې سږ کال یې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د يادونې ده، چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پوليو ناروغي په کې ختمه شوې نده.
-
نړۍ4 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
-
لوبی4 days ago
د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
-
تازه خبرونه4 days ago
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
-
تازه خبرونه4 days ago
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول اړین دي- پوتین
-
لوبی1 day ago
امریکا د جونز پر غوره توپوهنې د ۲۰ اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه له کاناډا وګټله
-
تحول4 days ago
تحول: د افغانستان لپاره په دوحه کې د درېیمې ناستې جوړېدا