لوبی
افغانستان له زمبابوي کرکت لوبه وگټله
د افغانستان او زمبابوي ترمنځه لومړۍ شل اوریزه لوبه افغانستان پر پېنځه ویکتو وگټله. په دې لوبه کې افغان لوبډلې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.
افغانستان لپاره راشد خان ۳، شرف الدین اشرف ۲ او افتاب عالم، گلبدین نایب او محمد نبي یوه یوه ویکیته واخیسته؛ خو که زمبابوي له ټولو فرصتونو څخه گټه پورته کړې وای، افغانستان به له جدي ستونزو سره مخ وای.
افغانستان لپاره محمد نبي په ۲۷ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۰ او شفیق الله شفق په ۹ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۴ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل او د لوبې تر پایه ناسوځېدلي پاتې شول.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان له زمبابوي تر دې دمه شپږ لوبې ګټلې دي.
لوبی
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
د ۲۰۲۴ نړيوال ۲۰ اوریز جام سترې سيالۍ د روان کال د غبرګولي پر دیارلسمه / د جون پر دوهیمه په امريکا او ويسټ انډيز کې پيليږي او د افغان ۱۵ کسیزې لوبډلې اړوند لوبغاړي به د یادې میاشتې پر څوارلسمه د یوګانډا لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ودانګي.
د دغه نړيوال جام لپاره لوبډلې پر ۴ ګروپونو وېشل شوې او هر ګروپ پېنځه پېنځه لوبډلې دي.
افغانستان له نيوزيلینډ، ویسټ انډيز، يوګانډا، پاپوا نيو ګيني سره په سي ګروپ کې دی او بل پړاو ته د تلو لپاره به له دغو هېوادونو سره لوبه کوي.
د دې لوبو لومړۍ لوبه به د کاناډا او امریکا تر منځ وي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ په دغو سیالیو کې به راشد خان د لوبډلې لوبډلمشري کوي.
افغانستان د ۲۰۲۲ کال پر پرتله په خپله لوبډله کې یو څو نور لوبغاړي ورزیات کړي، چې کریم جنت، محمد اسحاق او نور احمد او نور ټول په لوبډله کې خوندي دي.
حشمت الله شهیدي، چې تېر کال یې د افغانستان مشري کړې؛ په دې نولړ کې ندی راغلی.
ځوان ننګیال خروټي، چې د افغانستان لپاره یې د روان کال په مارچ میاشت کې د ایرلینډ پروړاندې نړیواله لوبه وکړه؛ په لوبډله کې شته. دغه ۲۰ کلن لوبغاړي د هغه لوبلړ په درې لوبو کې پېنځه ویکټې ترلاسه کړې وې.
یو بل ځوان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی لړبغاړی محمد اسحاق دی، چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کال د ۱۹ کلنو کرکټ په نړیوال جام کې لوبېدلی د افغانستان د لوبډلې برخمن دی.
راشد به د مجیب الرحمن، نور احمد، ننګیال خروټي او تجربه کار محمد نبي پر ملاتړ د سپېنې څانګې مشري هم ولري.
نوین الحق، فرید احمد او فضل الحق فاروق خپل ځایونه ساتلي او د افغانستان د چټکې توپاچونې جوړښت یې خوندي کړی دی.
افغان لوبډله: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، نجیب الله ځدراڼ، محمد اسحاق، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشد خان، ننګیال خروټي، مجیب الرحمن، نوراحمد، نوین الحق، فضلحق فاروقي، فرید احمد ملک.
احتیاطي: صدیق اتل، حضرت الله ځاځی، سلیم ساپی
لوبی
خراسان فاریاب میوند لوبډلې ته ۳ـ۱ ماته ورکړه
د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په یوویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب لوبډلې میوند لوبډلې ته د ( )۳ د ( ۱ ) پر توپیر او د همدې ورځې په دوهویشتمه لوبه کې سرسبز یاشلر لوبډلې عدالت فراه لوبډلې ته ( ۲ ) پر (۰) ماتې ورکړه.
د میوند پر وړاندې د خراسان له لوري حیات الله سلیمي او مرتضی جعفري دوه ګولونه ووهل او جعفري د میدان غوره لوبغاړی ونومول شو.
د میوند یوازنی ګول رحیم الله حماسي ترسره کړی دی.
د نن ورځې په دوهیمه لوبه کې د سرسبز یاشلر لوبډلې له لوري احمد فرهاد عادل او عنایت الله کوهي عدالت فراه ته (۲ ) ګولونه ورکړل. کوهي د ډګر د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.
د چارشنبې په لوبو کې به سرخپوشان خوافي د غرمې پر یوه بجه له جوانان واحدي سره او استقلالکابل به له غرمې وروسته درې نیمې بجې له خدیم لوبډلې سره مخ شي.
دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
لوبی
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې
د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په نولسمه لوبه کې اټک انرژي ابو مسلم ته( ۴ ) پر ( ۰ ) ماتې ورکړه او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شلمه لوبه کې موج ساحل د عینو مېنې لوبډلې ته ( ۳ ) د ( ۰) پر توپیر ماتې ورکړه.
د اټیک انرژي لپاره خلیل احمد احمدي ( ۳ ) ګولونه او یارمحمد ذکرخېل (۱) ګول وواهه.
څلورم ګول د ابو مسلم لوبډلې له لوري د عبدالله شاه پر سر ترسره شو.
د دوشنبې د ورځ په دې بله لوبه کې عصمت الله هدفمند، محمد نذیر عزیزي او یاسر سلام د عینو مېنې پر وړاندې موج ساحل لوبډلې (۳) پر ( ۰) ګولونه ووهل.
د سې شنبې پر ورځ به د خراسان فارياب او ميوند ترمنځ د غرمې پر ۱:۰۰ بجه او د سرسبزياشلر او عدالت فراه ترمنځ له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې لوبې ترسره کړي.
دا سیالۍ به له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
تازه خبرونه4 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی4 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی1 day ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي