تازه خبرونه
افغانستان د آسیا جام لپاره د کرکت ملي لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ
د افغانستان غوراوي ډلې د ۲۰۱۸ کال آسیا جام سیالیو ته، چې ټاکل شوې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي؛ د ملي لوبډلې لوبغاړیو اوولس کسیز نوملړ په ډاګه کړ.
د افغانستان کرکت بورد د لوبډلې په خپاره شوي نوملړ کې په لومړي ځل د یو ښه توپوهونکي او ویکت کیپر منیر احمد کاکړ نوم ولیدل شو.
منیر احمد د افغانستان په دومیستک غازي امان الله خان سیاليو په پایلوبه کې د بوست لوبډلې لخوا په زړه پورې سلیزه وهلې او د یادو سیالیو اتلولي یې هم ګټلې وه.
په یاده لوبډله کې چټک توپ اچونکي لکه: وفادار مومند، سید احمد شېرزاد او آفتاب عالم هم ښکاري؛ خو د دولت ځدراڼ په اړه د غوراوي ډله وایي، چې دولت ځدراڼ د داکترانو د راپور له مخې اوس هم تر درملنې لاندې دی.
د آسیا جام سیاليو لپاره په افغانستان کرکت ملي لوبډله کې اصغر افغان(لوبډلمشر)، محمد شهزاد (ویکت کیپر)، احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، محمد نبي، ګلبدین نائب، نجیب الله ځدراڼ، راشد خان، سمیع الله شینواری، شرف الدین اشرف، آفتاب عالم، وفادار مومند، مجیب الرحمن، منیر احمد (دوه یم ویکت کیپر) او سید احمد شېرزاد راغلي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د سپتمبر پر ۱۵ پیلیږي. افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د سریلنکا پر وړاندې د سپتمبر پر ۱۷م او بیا به د لومړي پړاو دوه یمه سیالۍ له بنګلدیش سره تر سره کوي.
تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.
دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.
په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ
په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.
هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنېپټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.
په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.
تازه خبرونه
ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځهویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.
په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.
عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.
ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
-
لوبی3 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه3 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
-
نړۍ4 days ago
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سوداگري1 day ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل