تازه خبرونه
افچین چینایي شرکت افغان انجنیران د روزنې او وړتیا لوړونې لپاره چین ته لیږي
د سېشنبې پر ورځ ( د کب پېنځلسمه ) د افچین شرکت مشر د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې ویلي؛ په پام کې ده، چې سږ کال یو شمېر افغان انجنیران د روزنې او وړتیا لوړونې لپاره چین ته واستوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور نن په خپل کار دفتر کې د افچین شرکت له رئیس او ورسره پلاوي سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور په کارونو کې پر روڼتیا، د نفتو معیاري چاڼخونې جوړېدو، دوه اړخیزې او درې اړخیزې سروې او د انکوټ د سیمې اړوند ستونزو خبرې وکړې.
نوموړي د افغانانو د استخدام په برخه کې څرګنده کړې: د افغان متخصصينو د نهشتون په صورت کې ياده کمپنۍ کولى شي بهرنيان د سيمې او ګاونډ هېوادونو له مياشتني معاش پر ورکولو وګوماري.
د افچین شرکت مشر د وزارت له مسوولینو څخه د مننې په ترڅ کې د دوه اړخیزې او درې اړخیزې سروې په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي: افچین شرکت په پام کې لري، چې سږکال یو شمېر افغان انجینران د روزنې او وړتیا لوړونې لپاره چین ته واستوي.
دوی د پریزنټیشن پر بڼه د شرکت د ۲۰۲۴ کال کاري پلان په اړه هم بشپړ معلومات وړاندې کړل.
ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د چارو د پوره ښهکېدو لپاره د دغه شرکت د کاري پلان او بودجې په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.