Connect with us

تازه خبرونه

افچین چینایي شرکت افغان انجنیران د روزنې او وړتیا لوړونې لپاره چین ته لیږي

خپور شوی

د

د سې‌شنبې پر ورځ ( د کب پېنځلسمه ) د افچین شرکت مشر د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې ویلي؛ په پام کې ده، چې سږ کال یو شمېر افغان انجنیران د روزنې او وړتیا لوړونې لپاره چین ته واستوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور نن په خپل کار دفتر کې د افچین شرکت له رئیس او ورسره پلاوي سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور په کارونو کې پر روڼتیا، د نفتو معیاري چاڼ‌خونې جوړېدو، دوه اړخیزې او درې اړخیزې سروې او د انکوټ د سیمې اړوند ستونزو  خبرې وکړې.

نوموړي د افغانانو د استخدام په برخه کې څرګنده کړې: د افغان متخصصينو د نه‌شتون په صورت کې ياده کمپنۍ کولى شي بهرنيان د سيمې او ګاونډ هېوادونو له مياشتني معاش پر ورکولو وګوماري.

د افچین شرکت مشر د وزارت له مسوولینو څخه د مننې په ترڅ کې د دوه اړخیزې او درې اړخیزې سروې په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي: افچین شرکت په پام کې لري، چې سږکال یو شمېر افغان انجینران د روزنې او وړتیا لوړونې لپاره چین ته واستوي.

دوی د پریزنټیشن پر بڼه د شرکت د ۲۰۲۴ کال کاري پلان په اړه هم بشپړ معلومات وړاندې کړل.

ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د چارو د پوره ښه‌کېدو لپاره د دغه شرکت د کاري پلان او بودجې په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!