ساینس او ټیکنالوژي
اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
د پنجشنبې پر ورځ د تصویب شوې پرېکړې له مخې، له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان به د ټولنیزو شبکو شخصي حسابونه جوړولای، کارولای او یا اداره کولی نهشي. دغه بندیز د محتوا خپرول، تبصرې کول، د مطالبو شریکول او په عامه ډلو کې غړیتوب هم رانغاړي.
متحده عربي اماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله ټاکلی او په دې توګه لومړنی عربي هېواد ګرځېدلی، چې دا ډول محدودیت وضع کوي.
د پنجشنبې پر ورځ د تصویب شوې پرېکړې له مخې، له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومان به د ټولنیزو شبکو شخصي حسابونه جوړولای، کارولای او یا اداره کولی نهشي. دغه بندیز د محتوا خپرول، تبصرې کول، د مطالبو شریکول او په عامه ډلو کې غړیتوب هم رانغاړي.
د ۱۵ او ۱۶ کلونو عمر لرونکي ځوانان کولی شي له ټولنیزو شبکو ګټه واخلي؛ خو دا کار به د خوندیتوب د ځانګړو تدابیرو تر سیوري لاندې وي. په دغو تدابیرو کې د عمر له کچې سره سم د محتوا څارنه، له ناپېژاندو کسانو سره د اړیکو محدودول، د پردې د کارونې د وخت د تنظیم وسایل او د والدینو د څار امکانات شامل دي.
دا مقررات به په اماراتو کې پر ټولو فعالو ټولنیزو شبکو پلي کېږي او شرکتونه به اړ وي، چې د عمر د کره تثبیت لپاره د ډیجیټلي هویت د تائید او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ له ټکنالوژیو ګټه واخلي. یوازې د کاروونکي له لوري د عمر اعلانول به د منلو وړ نهوي.
د نویو قوانینو له مخې، ټولنیزې شبکې باید د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو حسابونه غیر فعال کړي، د عمر د تائید د سیسټمونو د تېرایستلو مخه ونیسي او د ماشومانو شخصي معلومات د هدفمند اعلانونو یا د کاروونکو د چلند د شننې لپاره ونهکاروي.
د اماراتو حکومت ویلي، دغه ګامونه د نامناسبو محتواوو، ناامنو انلاین اړیکو، د ټولنیزو شبکو د زیاتې کارونې او د ماشومانو د شخصي معلوماتو د راټولولو پر وړاندې د هغوی د ساتنې لپاره پورته شوي دي.
ټولنیزو شبکو ته تر ۱۲ میاشتو پورې مهلت ورکړ شوی، چې خپل فعالیتونه له نویو مقرراتو سره برابر کړي.
اماراتو ټینګار کړی، چې دا چوکاټ په انلاین چاپېریال کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره له نړیوالو هڅو سره همغږی دی او د ډیجیټلي لاسرسي او د کاروونکو د خوندیتوب ترمنځ توازن رامنځته کوي.
په وروستیو کلونو کې استرالیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د ماشومانو پر رواني روغتیا او انلاین خوندیتوب د ټولنیزو شبکو د اغېزو په اړه د اندېښنو له زیاتېدا سره ورته محدودیتونه وضع کړي دي.