تازه خبرونه

امرالله صالح د افغان حکومت په بهرني سیاست نیوکه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت پخوانی رییس د افغانستان او پاکستان تر منځ نوې اړیکې نامتوازنې او پاکستان ته یو ډول امتیاز ورکول ګڼياو د نوي حکومت دغه کړنې په سیمه ییز سیاست کې یو ډول تیروتنه په ګوته کويي.

ښاغلی صالح وایي، که څه هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو وخت مشخص شوی؛ خو پاکستان اراده نه لري، چې تر راتلونکو دریو کلونو افغانستان ته امتیاز ورکړي.

د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو نوی فصل پرانستل شو؛ خو د ملی امنیت پخوانی رییس امر الله صالح وایي چې دغه اړیکی یو اړخیزې دي.

نوموړی وایي، د ښو اړیکو اصلي معیار د روان تاوتریخوالي پای ته رسول او طالبان د سولې بهیر ته اړ ویستل دي چې تر اوسه په دې برخه کې څه نه دي شوي.

امر الله صالح د ملی امنیت پخوانی رییس:

د خبرو اترو لپاره دوه مختلف مهال ویشونه مشخص شوي چي ولسمشر غنی د فبروری ۱۵ تاریخ ټاکلی او ویلي یي دي چي که خبرې اترې پیل نشی، نو په اړه به یی غور وکړي؛ خو کوم معلومات چې زه لرم هغه داي چي پاکستان تر ۳ راتلونکو کلونو پوري اراده نلري چي افغانستان ته امتیاز ورکړي.

ولسمشر غني پاکستان ته د خپل وروستي سفر په لړ کې د هغه هېواد د پوځ په قومنداني کې له پاکستاني لوی درستیز راحیل شریف سره وکتل او تازه پرمختګ دا دی چې کابل اسلام آباد ته شپږ پوځیان د پوځي زدکړو لپاره لیږلي، کوم اقدامات چې د ښاغلي صالح په وینا، یوه لویه تیروتنه ده:

افغانستان باید پاکستان دېته وهڅوي چې له دوی سره امنیتی او د ترهګري سره دمبارزي په اړه همکاری وکړي؛ خو پرته د پوځی زدکړي. پوځی افسران لیږل پاکستان ته یو ډول امتیازات دی.

د نوموړي په خبره چې وایي؛ افغانستان باید پاکستان خپل متحد ګرځولای وای څو د ترهګرۍ د ځپلو له پاره په ګډه مبارزه شوې وای.

هغه وایي؛ موږ اړتیا نه لور څو خپل سرتیري د تربیې له پاره پاکستان ته ولیږو، ځکه پاکستان ته د سرتیرو لیږل یو وار دمخه امتیاز دی.

د ملی امنیت پخوانی رییس د حکومت سیمه ییز سیاست بریالی نه بولی. هغه وایي، هند په انتظار کې پریښودل او پاکستان سره یو اړخیزې اړیکې د کابل په ګټه نه دي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version