سیمه ییز خبرونه

امریکا، هند، سعودي عربستان او اروپايي ټولنه به د ریلي او بندري تړون مخکتنه وکړي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۸, ۱۴۰۲)

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي؛ د شنبې پر ورځ د نوي دیلي د جي – ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې له یوه داسې څو ملیتي ریلي او بندري تړون مخکتنه کوي، چې منځنی ختیځ او جنوبي اسیا سره نښلوي.

رویترز راپور ورکړی، چې دا تړون په داسې یوه حساس وخت کې لاسلیک کیږي، چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د نړیوالې بېخبنا په اړه د چین د یو کمربند او یوې لارې له فشار سره مقابله کوي او غواړي، چې واشنګتن د پرمختللیو هېوادونو لپاره د یو بدیل ملګري او پانګوونکي په توګه په جي ـ ۲۰ ګروپ کې 20راڅرګند شي.

د امريکا د ملي امنيت مرستيال سلاکار جان فاينر په نوي ديلي کې د دې ټولنې په کلنۍ سرمشريزه کې خبريالانو ته وويل، چې دغه تړون به په سيمه کې د ټيټ او منځني عايد لرونکیو هېوادونو په ګټه وي او په نړيواله سوداګرۍ کې به د منځني ختيځ لپاره مهم رول ولوبوي.

امریکایي چارواکو ویلي، چې له دې کاره یې موخه د اوسپنې پټلۍ له لارې هند د منځني ختیځ له هېوادونو سره نښلول دي. له دې سره د ترانزیت وخت، لګښتونه او د تېلو لګښت کمیږي او له فارس خلیج څخه اروپا ته د انرژۍ او سوداګرۍ په لېږد کې مرسته ده.

فاینر دا هم ویلي، د دې تړون هوکړه لیک به د اروپایي اتحادیې، هند، سعودي عربستان، عربي متحده  اماراتو، امریکا او د جي – ۲۰ د نورو ونډوالو ترمنځ لاسلیک شي.

فاینر زیاته کړې: مونږ فکر کوو، چې د دې کلیدي سیمو نښلول یو لوی فرصت دی.

دا هڅه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې امریکا په منځني ختیځ کې یوې پراخې دیپلوماتیکې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې کوي، چې سعودي عربستان اسرائیل پر رسمیت وپېژني.

فاینر زیاته کړې، چې د امریکا له نظره، دا تړون به په ټوله سیمه کې د تودوخې او په هغو سیمو کې، چې جګړې لیدل کیږي؛ د جنګ په کمولو کې مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version