نړۍ
امریکایان دې عراق ته له سفرکولو ډډه وکړي – امریکا
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په سیمه کې پر امریکايي پوځیانو او پرسونل له وروستیو بریدونو وروسته باید امریکايي وګړي عراق ته سفر ونهکړي.
د دغې سفري سپارښتنې له مخې؛ د ترهګرۍ، تښتونې، وسلهوالې جګړې، کورنۍ ناکراریو او امریکایي وګړیو ته د مرستې چمتو کولو لپاره په دې ماموریت کې د محدود ظرفیت له کبله عراق ته سفر مهکوئ.
په غزه کې د اسرائیلو او حماس وسلهوالو ترمنځ د جګړې له پیل راپدیخوا په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.
په راپور کې راغلي؛ تېره اوونۍ د امریکا یوې جنګي بېړۍ له یمن څخه د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو لهخوا له دولس ډېر درون او څلور کروز توغندي وویشتل.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا سپارښتنه په اربیل کې د امریکا د پرسونل او ګټو پروړاندې د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له کبله له سفارت او جنرال قونسلګرۍ څخه د وړ کورنیو د غړیو او د امریکا د دولتي کارمندانو د وتلو امر شوی.
په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا ضد ملیشې په ټول عراق کې امریکایي وګړي او نړیوال شرکتونه ګواښي. له دې مخکې د یکشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لوید آستین ویلي وه، چې دوی په منځني ختیځ او ایران کې د اسرائیلو او حماس د جګړې پراخېدا او پر امریکايي پوځیانو د بریدونو د زیاتوالي شونتیا ویني.
واشنګتن د ایران پر ملاتړو ډلو د فعالیت په اړه د خبرداری په حال کې دی؛ ځکه، چې سیمهییز تاوتریخوالی د اسرائیل او حماس د روانې جګړې په بهیر کې زیات شوی، چې د اکتوبر پر اوومه د فلسطیني اسلامپالې ډلې حماس لهخوا پر اسرائیلو برید وکړ، چې له کبله یې ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول.
اسرائیلو له هغې راپدیخوا په غزه کې پر وژونکیو هوایي بریدونو غچ اخیستی؛ د ځمکې یوه ۴۵ کیلومتره اوږده ځمکه، چې اسرائیلو نیولې؛ د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو کور دی، چې له ۲۰۰۷ راپدیخوا پرې حماس سیاسي واکمن دی.
فلسطیني چارواکي وايي، د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې له ۴۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي: د امنیتي اندېښنو له کبله، په بغداد کې د امریکا پرسونل ته لارښوونه شوې، چې د بغداد نړیوال هوایي ډګر ونهکاروي.
رویترز راپور ورکړی، چې امریکا په وروستیو اوونیو کې منځني ختیځ ته د پام وړ د دوه الوتکې وړونکې ، د دوی د ملاتړ وړ کښتۍ او شاوخوا ۲۰۰۰ سمندري ځواکونه لېږلي دي.
پنتاګون د شنبې پر ورځ ویلي وه، چې امریکا به منځني ختیځ ته د لوړې ارتفاع (THAAD) سیستم او اضافي پاتریوت هوايي دفاعي توغندیو کنډکونه واستوي.
په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو نن سهار پر غزه هوايي بریدونه وکړل او الوتکو یې شپه او ورځ د لبنان پر جنوبي سیمو بریدونه کړي او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جګړې له کابینې او پو ځي مشرانو سره په یوه غونډه کې روانه جګړه وارزوله.
نړۍ
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
د اسرائیلو پوځ د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي نهمه) څرګنده کړې، چې ځواکونو یې د غزې او مصر تر منځ د پولې بشپړه څارنه پیل کړه، چې له دې سره دې ځواکونو د فلسطین ټولې ځمکنۍ پولې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.
دغه راز اسرائیلي ځواکونو پر همدې ورځ د غزې په جنوب کې پروت پر رفح ښار خپل وژونکي بریدونه په داسې حال کې روان وساتل، چې نړیوالې محکمې پر دغه ښار د بریدونو د پای ته رسولو حکم صادر کړی دی. په دې ښار کې شاوخوا د غزې د تړانګې ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو پناه اخیستې ده.
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري په یوه ټلویزیوني راپور کې څرګنده کړې، چې اسرائیلي ځواکونو د فلاډلفی دهلېز “عملیاتي” کنټرول ترلاسه کړی دی. فلاډیلفی د هغه کوډ نوم دی، چې د غزې او مصر ۱۴ کیلومټریزې پولې دې دهلیز ته اسرائیلي ځواکونو ورکړی دی.
هاګاري ویلي: “د فلاډیلفی دهلیز د حماس لپاره د اکسیجن حکم لري، چې له دې لارې په منظمه توګه د غزې تړانګې ته د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېده.
د اسرائيلي پوځ وياند له “عملياتي” څانګې څخه خپل مطلب روښانه نکړ؛ خو له دې مخکې د اسرائيلو يوه پوځي ويلي وه، چې اوس د دې دهلېز په ځينو سيمو کې د اسرائيلو ځمکني ځواکونه ځاى پر ځاى شوي دي.
د غزې په سویل کې له مصر سره ګډه پوله د غزې د تړانګې یوازنۍ ځمکنۍ پوله وه، چې اسرائیلي ځواکونو نه وه نیولې.
د دغو ځواکونو د بریدونو په اړه نړیوالې محکمې ويلي؛ اسرائیلو تر اوسه دا نده څرګنده کړې، چې څنګه کولی شي له رفح څخه فلسطینی کډوال په بشپړ خوندیتوب کې وباسي او هغوی ته اوبه، خواړه او درمل ورسوي.
د نړیوالې محکمې حکم همدا راز حماس مکلفوي، چې سمدستي هغه اسرائیلي یرغمل خوشي کړي، چې د اوکتوبر د اوومې نېټې په برید کې یې د اسرائیلو له جنوبي برخې برمته کړي وه.
د رفح د اوسیدونکیو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ټانکونه د چارشنبې پر ورځ د رفح په لویدیځ کې د تل السلطان او د رفح پر مرکز یبنا سیمو ته ننوتل او بیا له مصر سره د پولې حائل سیمې ته شاتګ وکړ.
په غزه کې د اسرائیلو پوځي عملیات د نړیوالې ټولنې له مخالفت سره مخ شوي دي؛ خو اسرائيل وايي، دا عمليات د حماس د سخت دريځې ډلې د له منځه وړلو لپاره اړین دي، چې امريکا او يو شمېر نور لويديځ هېوادونه يې ترهګر بولي.
نړۍ
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
د رفح ښار اوسېدونکیو پرون (سې شنبه د غبرګولي اتمه ) پر دغه ښار د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له زیاتوالي او د جګړې له پراخېدو خبر ورکړی دی.
اسرائیلو ويلي، د رفح ښار په ختیځ کې له مصر سره د غزې پولې ته نږدې محدود عملیات ترسره کوي.
امريکا او د اسرائيلو نورو متحدينو پر دغه ښار له پراخو بريدونو خبرداری ورکړی دی.
عيني شاهدان وايي، تېره شپه په لويديځ رفح ښار کې د اسرائيلو پر ځمکنيو او هوايي بريدونو د بېړنيو خدمتونو او روغتیایي کارکوونکي لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي.
اسرائیلو هغه کمپ بیا پر نښه کړی، چې د یکشنبې پر ورځ په کې له اور ولګېد ۴۵ کسان ووژل شول.
د امریکا ولسمشر جوبایډن اسرائیلو ته په رفح کې د بشپړ برید پر وړاندې خبرداری ورکړی او د امریکا حکومت پرون تائید کړه، چې اسرائیل تر دې دمه د خپلو عملیاتو له حدودو تېر شوي ندي.
نړۍ
د هاګ محکمې څارنوال د حماس او اسرائیلو د مشرانو د نیولو غوښتنه کړې
د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال د دوشنبې پر ورځ د غویی یودېرشمه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په ګډون د هغه دفاعي مشر او د حماس درې مشران پر جنګي جرمونو تورن کړي او د هغو د نیولو امر يې کړی دی.
د دې محکمې څارنوال کریم خان په غزه کې له اووه میاشتنۍ جګړې وروسته څرګنده کړې، چې دغه پېنځه کسان د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو پر تور د نیولو وړ دي.
نوموړی وایي، چې د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالنټ او د نتانیاهو او د حماس درې مشران یحی سنوار، محمد المصري او اسماعیل هنیه د نیولو غوښتنه شوې ده.
نوموړي دا هم ویلي، چې دوی له اوکتوبر راپدیخوا په روانه جګړه کې د جنګي او بشري ضد جنایتونو مسوول دي.
هغه وایي؛ راټول شوي شواهد ښیي، چې اسرائیلو په سیسټماتیک ډول ملکي وګړي له خوړو، اوبو، درملو او انرژۍ په ګډون د انسان د بقا لپاره له اړینو توکو څخه بې برخې کړي دي.
دغه راز نوموړي ویلي؛ د حماس مشران هم د ترسره شويو جرمونو مسوولیت پر غاړه لري، چې پر وژنو، یرغمل نیولو، ځورونې، جنسي تېري او نورو اعمالو تورن دي.
د اسرائیلو او فلسطین مشرانو د جنګي جرمونو تورونه رد کړي او د دواړو خواوو استازو د کریم خان پر پرېکړه نیوکه کړې ده.
نتانیاهو ویلي: زه په هاګ کې د ډیموکراټیک اسرائیلو او د حماس د ډلهییزو وژونکیو ترمنځ د څارنوال دا پرېکړه ردوم.
نوموړي دا هڅه د حقیقت بشپړ تحریف وباله.
د امریکا ولسمشر جو بایډن دا قانوني ګام “ناوړه” بللی. په داسې حال کې، چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې دا پرېکړه به په غزه کې د یرغملو او اوربند په اړه خبرې له خطر سره مخ کړي.
د هاګ نړیواله محکمه په نړۍ کې د جنګي جرمونو د څېړلو لومړنۍ دایمي محکمه ده. د نړې ۱۲۴ غړي هېوادونه مکلف دي، چې مطلوب کس سمدلاسه ونیسي؛ که څه هم دوی د غړیو هېوادونو په خاوره کې وي.
دا محکمه یوازې هغه وخت ګام پورته کوي کله، چې یو دولت نه غواړي یا په رښتیني توګه نشي کولی پخپله دا کار وکړي.
اسرائیل او د دوی اصلي متحد امریکا د چین او روسیې په ګډون د دې محکمې غړي ندي.
د دې محکمې غړي هېوادونه په تېرو وختونو کې د هغو شکمنو کسانو په سپارلو کې پاتې راغلي، چې د سوډان پخواني ولسمشر عمر بشیر په ګډون د دوی خاورې ته ننوتلي، چې له ۲۰۰۵ راپدیخوا د جنګي جرمونو او نسل وژنې پر تور غوښتل شوي دي.
دې محکمې په تېرو ۲۱ کلونو کې هیڅکله یو لویدیز چارواکی ندی تورن کړی.
ویل کیږي، چې د غزې په جګړه کې لږ تر لږه ۳۵ زره فلسطینیان وژل شوي او مرستندویه ادارو هم د پراخې لوږې او د تېلو او طبي توکو د سخت کمښت خبرداری ورکړی دی. د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ د اکتوبر پر اوومه د حماس په مشرۍ په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور یرغمل دي.
-
تازه خبرونه3 days ago
آریانا نړیوال ټلویزیون “د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې” یو نوی پروګرام پیل کړ
-
لوبی4 days ago
د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو ټولې لوبډلې په ډاګه شوې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
نړۍ2 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
-
لوبی4 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړیوال جام په C ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه5 days ago
په افغانستان کې باید د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړ شي – حسن کاظمي قُمي
-
تازه خبرونه5 days ago
د خواف – هرات د اوسپنېپټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار پیل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو