نړۍ

امریکایان دې عراق ته له سفرکولو ډډه وکړي – امریکا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱, ۱۴۰۲)

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په سیمه کې پر امریکايي پوځیانو او پرسونل له وروستیو بریدونو وروسته باید امریکايي وګړي عراق ته سفر ونهکړي.

د دغې سفري سپارښتنې له مخې؛ د ترهګرۍ، تښتونې، وسله‌والې جګړې، کورنۍ ناکراریو او امریکایي وګړیو ته د مرستې چمتو کولو لپاره په دې ماموریت کې د محدود ظرفیت له کبله عراق ته سفر مه‌کوئ.

په غزه کې د اسرائیلو او حماس وسله‌والو ترمنځ د جګړې له پیل راپدیخوا په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.

په راپور کې راغلي؛ تېره اوونۍ د امریکا یوې جنګي بېړۍ له یمن څخه د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو له‌خوا له دولس ډېر درون او څلور کروز توغندي وویشتل.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا سپارښتنه په اربیل کې د امریکا د پرسونل او ګټو پروړاندې د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له کبله له سفارت او جنرال قونسلګرۍ څخه د وړ کورنیو د غړیو او د امریکا د دولتي کارمندانو د وتلو امر شوی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا ضد ملیشې په ټول عراق کې امریکایي وګړي او نړیوال شرکتونه ګواښي. له دې مخکې د یکشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لوید آستین ویلي وه، چې دوی په منځني ختیځ او ایران کې د اسرائیلو او حماس د جګړې پراخېدا او پر امریکايي پوځیانو د بریدونو د زیاتوالي شونتیا ویني.

واشنګتن د ایران پر ملاتړو ډلو د فعالیت په اړه د خبرداری په حال کې دی؛ ځکه، چې سیمه‌ییز تاوتریخوالی د اسرائیل او حماس د روانې جګړې په بهیر کې زیات شوی، چې د اکتوبر پر اوومه د فلسطیني اسلامپالې ډلې حماس له‌خوا پر اسرائیلو برید وکړ، چې له کبله یې ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول.

اسرائیلو له هغې راپدیخوا په غزه کې پر وژونکیو هوایي بریدونو غچ اخیستی؛ د ځمکې یوه ۴۵ کیلومتره اوږده ځمکه، چې اسرائیلو نیولې؛ د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو کور دی، چې له ۲۰۰۷ راپدیخوا پرې حماس سیاسي واکمن دی.

فلسطیني چارواکي وايي، د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې له ۴۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ویلي: د امنیتي اندېښنو له کبله، په بغداد کې د امریکا پرسونل ته لارښوونه شوې، چې د بغداد نړیوال هوایي ډګر ونه‌کاروي.

رویترز راپور ورکړی، چې امریکا په وروستیو اوونیو کې منځني ختیځ ته د پام وړ د دوه الوتکې وړونکې ، د دوی د ملاتړ وړ کښتۍ او شاوخوا ۲۰۰۰ سمندري ځواکونه لېږلي دي.

پنتاګون د شنبې پر ورځ ویلي وه، چې امریکا به منځني ختیځ ته د لوړې ارتفاع (THAAD) سیستم او اضافي پاتریوت هوايي دفاعي توغندیو کنډکونه واستوي.

په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو نن سهار پر غزه هوايي بریدونه وکړل او الوتکو یې شپه او ورځ د لبنان پر جنوبي سیمو بریدونه کړي او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جګړې له کابینې او پو ځي مشرانو سره په یوه غونډه کې روانه جګړه وارزوله.

Trending

Exit mobile version