تازه خبرونه

امریکایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس وایي، د افغانستان په اقتصادي نظام کې به سمونونه د دې سبب شي، چې امریکایي او افغان سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.
له دې سره په یوه وخت د امریکا د نومادیک موسسې رییس وایي، امریکایي پانګوال لیوال دي چې په افغانستان کې د کانونو او کرنې په برخو کې زیاته پانګونه وکړي.

یوه اوونۍ وروسته به افغانستان کې د تحول لسیزه پیل شي، نړیوال جنګي ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي؛ خو د دغو ځواکونو نوی ماموریت به چې د افغان ځواکونو روزنه او تجهیز دی، پیل شي.

په همدې حال کې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس ادوارت رایټس وایي، اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغانستان د بهرنۍ پانګې د جذبولو لپاره په اقتصادي نظام کې سمونونه پیل کړي.
زه په امریکا کې وینم چې ګڼ شمېر پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لیوال دي؛ خو مهمه دا ده چې افغان حکومت په اقتصادي نظام کې پراخ سمونونه راولي.
بلخوا یو شمېر امریکايي سوداګر که څه هم امنیت په افغانستان کې د پانګونې په وړاندې ستره ننګونه بولي؛ خو زیاتوي چې چمتو دي په افغانستان کې د کرنې او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي.
امه ګوایر د امریکایي نمادیک موسسې عامل مدیر :”سترې ننګونې دا دي چې امنیت ښه شي، فکر کوم چې همداسې وي؛ نو باور لرم چې کولای شو بېرته وګرځو. زمونږ افغان شریکان دغلته راځي، هغوي هم هیله من دي. د الوتکو د صنعت په اړه مو خبرې کړي دي، زیات فرصتونه شته. فکر کوم هغه څه چې را منځته کیږي، دا دي چې کومې پیسې چې په په پوځي او امنیتي برخو کې لګول کیږي، کمیږي؛ خو عادي کارونو ته فرصتونه برابریږي، کرنه او د کانونو کېندل له دې جملې دي.”

دا په داسې حال ده چې د ملي یووالي حکومت د خپل کار په پیل سره تل ژمنه کړې چې له فساد سره مبارزه او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د خوندي فضا برابرول په پنځو راتلونکو کلونو کې د دوی کاري لومړیتوبونه دي.

Trending

Exit mobile version