تازه خبرونه

امریکایي چارواکو د ۳۵ روسي دیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاس لرلو په تور دغه هېواد د۳۵ روسي دیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه کړې او ځینې نوي بندیزونه هم پرې لګېدلي دي. په داسې حال کې، چې روسیې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند د نوماندې هلري کلنتن په واندې هر راز لاسوهنه رد کړې ده.

دغه راز امریکایي چارواکو په نیویارک او ماريلند کې د دوه روسي اډو، چې استخباراتي معلومات راټولوي هم د تړلو پرېکړه کړې ده.

روسیې ویلي، چې نوي بندیزونه به د روسیې او امریکا پر دیپلوماتیکو اړیکو ډېره بده اغېزه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د روسیې د سفارت ۳۵ دیپلوماتانو ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی، چې د امریکا له خاورې ووځي.

په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ولسمشر اوباما په ډاګه کړې، چې ټول امریکایان دې د روسیې د عمل پر وړاندې خبر وي.

هغهتېره میاشت په یوه مرکه کې ویلي وه؛ موږ باید عمل وکړو.

اوباما پورته کړی ګام د هغو هڅو پر وړاندې، چې غواړي امریکا زیانمنه کړي اړین بللی او زیاته کړې یې ده، چې ټول عمل به یې همدومره نه وي.

په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال چې د روسیې له خوا د سایبري بریدونو خبرې راپورته شوې د امریکا د کورني امنیت سازمان او د استخباراتو مرکزي ادارو ویلې، چې د کرملین لوړپوړي چارواکي، تقریبا په قطعي ډول په دغو سایبري بریدونو کې ښکېل دي.

له هغې وروسته، چې پر روسیې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې تور ولګید؛ ولسشمر اوباما د روسیې پر ضد د ګام پورته کولو هوډ څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version