Connect with us

تازه خبرونه

امریکا او اسلامي امارت د نشه‌يي توکو پر مخنیوي بحث او خبرې وکړې

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن دیکر د چارشنبې پر ورځ په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د اقداماتو په اړه دوه اړخیز بحث او خبرې وکړې.

نوموړې د ایکس پاڼې په یو لړ پوستونو کې څرګنده کړې: ما او همکارانو مې د اسلامي امارت له یوه کاري پلاوي سره په دوحه کې د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو پر متقابلو اندېښنو، دوه اړخیزو مسایلو، د افغانستان له خلکو بشري ملاتړ، د مخدره توکو تولید، مخنیوی، د روږدو درملنه او د بدیل معیشت په اړه بحث او خبرې وکړې.

کرن دیکر زیاته کړې: دا غونډه په‌دې راوڅرخېده، چې نړیواله ټولنه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په ټولو اړوند برخو کې د افغان ښځو د ښکېلتیا په اړه څومره مرسته کولی شي؛ ځکه دا کار مونږ ته حیاتي دی، ډېر ارزښت لري او مونږ به له دوی پرته بریالي نه‌شوو.

دغه راز په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت استازي سهیل شاهین هم پر ایکس پاڼې لیکلي او څرګندوي، چې له کابل څخه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پلاوي غړیو؛ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د څانګې مشر جانان عزیزي، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال رحمان قاسمي، د بهرنیو چارو وزارت د امنیت او سرحدونو چارو مرستیال میرویس قادري ګډون کړی و.

نوموړي زیاته کړې؛ دوی د کوکنارو د کښت، د نشه‌يي توکو د قاچاق او د روږدو کسانو د درملنې په اړه د هڅو په اړه پراخې خبرې وکړې. مونږ د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې او نړیوالې ټولنې هرکلی کوو او غواړو؛ په افغانستان کې دې له هغو سیمو څخه لیدنه وکړي، چې د کوکنارو کښت یې له منځه وړی دی.

نوموړي زیاته کړې: په هرصورت په افغانستان کې هغه کروندګر، چې کروندې یې له کوکنارو پاکې شوي؛ د بديل معيشت پروژې ته سخته اړتيا لري.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!