نړۍ
امریکا او بریټانیا په یمن کې د حوثيانو پر ضد بریدونه وکړل
د امریکا او بریټانیا ځواکونو د شنبې پر ورځ په یمن کې د حوثيانو پر ۱۸ مرکزونو بریدونه وکړل.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د حوثیانو پر وړاندې نږدې هره ورځ د کښتیو پر نښه کولو له کبله بریدونه کوي. حوثيانو ويلي، چې پر کښتیو بریدونه یې د اسرائیلو تر برید لاندې له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ شکارندویي کوي.
تر اوسه دغو عملیاتو د حوثيانو د بریدونو مخه نهده نیولې.
د هغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې، چې یا په دغو عملیاتو کې برخه لري او یا یې ملاتړ کړی ویل شوي؛ د یمن په اته بېلابېلو سیمو کې د حوثيانو د ۱۸ پوستو په ګډون د وسلو او توغندیو سیسټمونه، د ځمکې لاندې تاسیسات، د هوايي دفاع سیسټمونه، رادارونه او یوه چورلکه ویشتل شوي دي.
د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین ویلي، چې د دې بریدونو موخه د ایران د ملاتړو حوثي ملیشو د ظرفیتونو ګډوډول او کمزوري کول دي.
آسټین زیاته کړې: مونږ به حوثیانو ته روښانه کړو، چې که دوی خپل غیرقانوني بریدونه بند نهکړي او د منځني ختیځ اقتصاد، چاپېریال او یمن او نورو هېوادونو ته د بشري مرستو رسولو ته زیان رسول روان وساتي؛ پایلې به یې هم زغمي.
استرالیا، بحرین، کاناډا، ډنمارک، نډرلنډ او نیوزیلنډ د امریکا او بریټانیا له عملیاتو ملاتړ کړی دی.
د یمني حوثيانو المسیره ټلویزیوني شبکې د شنبې پر ورځ تائید کړې، چې د امریکا او بریټانيا ځواکونو د دغه هېواد په پلازمېنه صنعا کې یو لړ بریدونه کړي دي.
د دې اوونۍ په پیل کې حوثيانو د بریټانیا پر کارګو کښتۍ د برید او په یوه امریکایي کښتۍ د بې پیلوټه الوتکې د برید مسوولیت پر غاړه واخیست، چې له بالستیک توغندیو او ډرونونو سره یې د اسرائیلو بندر او ایلات ښار دمهځی پر نښه کړ.