تازه خبرونه

 امریکا دې د ایران پر وړاندې په جګړه کې برخه واخلي – اسرائیل

د راپور له مخې؛ اسرائیل له واشنګټن څخه غوښتي، چې د ایران د اټومي پروګرام د بشپړ ویجاړولو لپاره دې په روانه جګړه کې ګډون وکړي.

Published

on

اکسیوس اوبپاڼې د یکشنبې پر ورځ( د غبرګولي پېنځه‌ویشتمه) د دوه اسرائیلي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ دې هېواد په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له امریکا غوښتنه کړې، چې د ایران پر وړاندې په جګړه کې برخه واخلي.

د راپور له مخې؛ اسرائیل له واشنګټن څخه غوښتي، چې د ایران د اټومي پروګرام د بشپړ ویجاړولو لپاره دې په روانه جګړه کې ګډون وکړي.

په راپور کې راغلي؛ اسرائیل درانه بمبارډ کوونکې الوتکې نلري او نشي کولی د ایران د یورانیمو د غني کولو فردو نومی ځای ویجاړ کړي.

د راپور له مخې، امریکا دا ډول وسلې لري او ایران به ورته نږدې ځای پر ځای شي.

د اکسیوس د څرګندونو له مخې؛ که امریکا ان د ایران یو محدود سایټ هم بمبارډ کړي؛ نو دا به له ایران سره مستقیمه جګړه وي.

دغه راز زیاته شوې: ” که له عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته د فردو سایټ فعال پاتې شي؛ اسرائیل به د خپل اصلي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راشي، چې د ایران د اټومي پروګرام ویجاړول دي.”

یوه اسرائیلي چارواکي اکسیوس ته ویلي؛ شونې ده، چې امریکا د اسرائیل او ایران ترمنځ په جګړه کې ښکېله شي.

راپور زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په دې وروستیو کې د خبرو پرمهال د اړتیا له مخې دا ژمنه کړې ده.

د یادونې ده، چې د اسرائیلو او ایران ترمنځ جګړه درېیمې ورځې ته وردننه شوې، چې دواړه خواوې پر یو بل توغندیز بریدونه کوي.

Trending

Exit mobile version