Connect with us

تازه خبرونه

امریکا دې سفارت بېرته پرانیزي او د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي – امیرخان متقي

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان اوس له امریکا سره د«متقابل درناوي» پر بنسټ د اړیکو او د همکاریو د نوي پړاو غوښتونکی دی.

خپور شوی

د

د امریکايي ځواکونو له وتلو او واک ته د اسلامي امارت له بېرته راتګ پېنځه کاله وروسته د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر له واشنګټن غوښتي، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او د کانونو او بنسټیزو پروژو په برخو کې پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان اوس له امریکا سره د«متقابل درناوي» پر بنسټ د اړیکو او د همکاریو د نوي پړاو غوښتونکی دی.

امیر خان متقي ویلي:« مونږ د جګړې پړاو پای ته رسېدلی ګڼو.»

هغه زیاته کړې، چې امریکا کولی شي خپل سفارت بېرته پرانیزي، خپل ډیپلوماټیک حضور وساتي او د افغانستان په کانونو، بندونو او سړکونو کې پانګونه وکړي.

دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د افغانستان نړیواله انزوا کمه او خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. په وروستیو کلونو کې اسلامي امارت له روسیې، ازبکستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او له اروپايي حکومتونو سره یې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا په اړه خبرې کړې دي.

متقي افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدا هر ډول احتمال رد کړی او ویلي یې دي، چې افغانان په خپل هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور نه‌مني.

د اټلانټیک شورا کارپوه مایکل کوګلمن ویلي، چې د افغانستان کانیزې زېرمې ښايي د دونالډ ټرمپ حکومت ته په ځانګړي توګه د هغه د اقتصادي ګټو پر تمرکز له کبله د پام وړ وي.

امریکا د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۱ز. کلونو ترمنځ د افغانستان د کانونو د پراختیا لپاره نږدې یو میلیارډ ډالر لګولي؛ خو وروسته د امریکا یوې څارونکې ادارې وویل، چې دغو هڅو د پام وړ عملي پرمختګ نه‌درلود.

اسلامي امارت له واک ته له بېرته رسېدا وروسته د چین، ایران او قطر په څېر هېوادونو له شرکتونو سره د کانونو د استخراج او پانګونې تړونونه لاسلیک کړي دي.

د امریکا پخواني ډیپلوماټ رابین راپل ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا د تعامل بیا پیل کولی شي واشنګټن ته د دغه هېواد کانیزو سرچینو ته لاسرسی زیات او له منځنۍ آسیا سره اړیکې پیاوړې کړي.

راپل ویلي:« خو دا کار له کابل څخه د امریکا د حضور له لارې مستقیم تعامل ته اړتیا لري؛ هغه موضوع، چې اوس هم په واشنګټن کې پر سختۍ منل کېږي.»

تازه خبرونه

امریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل

د دې پلاوي مشري شمیلا ن. چوهدري او کالین اف. جکسون کوي او له عاصم منیر سره یې د افغانستان په جنګ کې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي، سیاسي او ډیپلوماټیک حضور د ارزونې پر چوکاټ لیدلي دي.

Published

on

د افغانستان جنګ په اړه د امریکا د کمیسیون یوه پلاوي په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له قومندان عاصم منیر سره لیدلي او د افغانستان په جګړه کې یې د پاکستان د رول، د سیمې د امنیتي وضعیت او د افغانستان د بدلونونو په اړه یې خبرې کړې دي.

د دې پلاوي مشري شمیلا ن. چوهدري او کالین اف. جکسون کوي او له عاصم منیر سره یې د افغانستان په جنګ کې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي، سیاسي او ډیپلوماټیک حضور د ارزونې پر چوکاټ لیدلي دي.

د پاکستان پوځ د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د ملاتړ او د کمیسیون اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

عاصم منیر هم له امریکايي پلاوي سره د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د امنیتي وضعیت او هغو ننګونو په اړه د خپل هېواد لیدلوری شریک کړی، چې پاکستان ورسره مخ شوی و.

نوموړي د جګړې د سټراټیژیکو، ډیپلوماټیکو او عملیاتي اړخونو په ارزونه کې د سیمه‌ییز لیدلوري او د پاکستان د تجربې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د افغانستان جنګ کمیسیون په ۲۰۲۱ز.کال کې د امریکا د کانګرس له‌خوا جوړ شوی، چې د ۲۰۰۱ز.کال له جون څخه د ۲۰۲۱ز.کال تر اګست پورې د افغانستان په جنګ کې د امریکا پرېکړې او کړنې وڅېړي.

امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې له دوه لسیزو جنګ وروسته له افغانستان څخه ووتل.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د امریکا یاد کمیسیون په جګړه کې د ښکېلو لوریو د نظرونو راټولولو او د اوږدې جګړې پر مهال د سیمې د هېوادونو د رول ارزونې په حال کې دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نیکولا بلومو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوی چارسمبالی شو

بلومو په خواله رسنۍ ایکس کې لیکلي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ګټو او ارزښتونو د استازیتوب لپاره یې خپله دنده په« ډېر ویاړ» پیل کړې ده.

Published

on

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوی چارسمبالي ایټالوي ډیپلوماټ نیکولا بلومو دنده پیل کړه او د ورونیکا بوشکوویچ پوهار ځای یې نیولی، چې د ۲۰۲۴ز.کال له سپټمبر راپدېخوا یې دغه دنده ترسره کوله.

بلومو په خواله رسنۍ ایکس کې لیکلي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ګټو او ارزښتونو د استازیتوب لپاره یې خپله دنده په« ډېر ویاړ» پیل کړې ده.

نوموړي له دې مخکې د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام په چوپړتیا کې د پان‌افریقايي چارو مشري کوله او له هغې وړاندې یې په روانډا کې د اروپايي ټولنې سفیر و.

دا بدلون په داسې وخت کې رامنځته شوی، چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک حضور ساتلی؛ خو اسلامي امارت یې پر «رسميت» پېژندلی نه‌دی.

اروپايي ټولنه د افغانستان یو ښکېل مرستندوی دی او په دې وروستیو اوونیو کې یې د اقتصاد د پیاوړتیا، راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ، کرنې او اقلیمي بدلونونو د سمون اړوند پروګرامونو لپاره د نوې مرستې اعلانونه کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بلخ والي پر مشرۍ لوړپوړي پلاوي د شمال‌لویدیځ زون له ۱۲ غرنیو ولسوالیو لیدنه وکړه

د بلخ ولایت والي د رسنیو دفتر ویلي؛ دغه پلاوی د مرکزي امنیتي کمیسیون پر استازیتوب او د اسلامي امارت د رهبر پر ځانګړي هدایت، د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د تلې شپږمه / ۱۴۴۸ سپوږمیز لېږدیز کال د ربیع‌الثاني میاشتې پر پېنځلسمه سیمې ته تللی دی.

Published

on

د بلخ ولایت د والي محمد یوسف وفا پر مشرۍ د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو د ادارو لوړپوړي پلاوي د شمال‌لویدیځ زون له ۱۲ غرنیو ولسوالیو، د بامیان له یو شمېر ولسوالیو او د بامیان له مرکز څخه لیدنه کړې ده.

په پلاوي کې د دفاع وزارت د نظامي چارو سلاکار سید عبدالجبار آغا، د کورنیو چارو وزارت د ستر معینیت استازی عطاوالله انوري، د استخباراتو عمومي ریاست استازی سید محمد یاسین آغا، د بلخ امنیه قومندان عبدالرازق راشد، د سرپل امنیه قومندان نیک محمد ملنګ، د بلخ زون د هوايي لوا قومندان نعمت‌الله احمدي او یو شمېر نظامي، امنیتي او ملکي مسوولانو ګډون درلود.

د بلخ والي د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ پلاوي د بلخ اړوند البرز، زارع، کشندې، سپین‌خاک، شولګره، مارمل او چارکینت ولسوالیو، د سرپل اړوند الجهاد، ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو، د سمنګان اړوند دره‌صوف بالا او دره‌صوف پایین ولسوالیو او د بامیان اړوند کهمرد، سیغان، بند امیر، یکاولنګ لومړۍ او دوه‌یمې ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو ته سفر کړی دی.

پلاوي د بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان او بغلان ولایتونو ترمنځ د ګډو سیمو او بامیانو مرکز ته غځېدلو لارو په اوږدو کې له امنیتي او نظامي مسوولانو، علماوو، قومي مخورو، ولسونو او ځوانانو سره ناستې کړې دي.

د دغو ناستو پر مهال خلکو خپلې بېلابېلې ستونزې او غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې. د سړکونو د خدماتو د پراختیا، ښوونځیو او مدرسو ته د پاملرنې، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او په ولسوالیو کې د ۵۰ بستریز روغتونونو د منظور شویو پروژو د چارو د چټکتیا غوښتنې له مهمو موضوعاتو څخه وې.

همداراز خلکو د کانونو د استخراج پر مهال د ولسي ګټو په پام کې نیولو، د کانونو د استخراج د چارو د روڼتیا، د اوبو د مدیریت او د اوبو د لېږد لپاره د معیاري ویالو او پایپونو د جوړولو ترڅنګ یو شمېر نورې غوښتنې هم مطرح کړې دي.

پلاوي خلکو ته د اسلامي امارت د مشر او د درې‌ګونو امنیتي ادارو د مسوولانو سلامونه او ډاډ رسولی او ویلي یې دي، چې د ولسونو مطرح شوې غوښتنې به ثبت او د حل لپاره به یې له اړوند مسوولانو سره شریکې کړي.

د پلاوي غړو له خلکو غوښتي، چې له حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او که څوک د نظام یا ولس د امنیت پر وړاندې د ناوړه اقدام نیت ولري، امنیتي ادارو ته یې ور وپېژني.

پلاوي له سیمه‌ییزو مسوولانو هم غوښتي، چې د ولسونو د ستونزو د حل، له علماوو سره د ښې همغږۍ، د دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو په برخه کې خپلې دندې ترسره کړي.

د بلخ د رسنیو دفتر ويلي، دا د دغه پلاوي لومړی سفر نه‌دی او له دې مخکې یې هم لرې‌پرتو سیمو ته سفرونه کړي او له مسوولانو، علماوو او ولسونو سره یې د لیدنو پر مهال د هغوی ستونزې ثبت کړې دي، چې د حل لپاره به اړوند ادارو ته وړاندې شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!