سیمه ییز خبرونه

امریکا د ایران پر وړاندې نوي بندیزونه ولګول

د چارشنبې پر ماښام (د غویی لسمه) د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ایران پر وړاندې د نویو بندیزونو د لګولو پرېکړه اعلان کړه.

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د ایران پر وړاندې د نویو بندیزونو لګولو پرېکړه اعلان کړې ده.

د چارشنبې پر ماښام (د غویی لسمه) د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ایران پر وړاندې د نویو بندیزونو د لګولو پرېکړه اعلان کړه.

روبیو ویلي، چې د امریکا حکومت پر هغو اووه ادارو او دوه کښتیو بندیزونه لګولي، چې د ایران د نفتي توکو په سوداګرۍ کې د لاس لرلو ادعا لري.

روبیو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې: “نن د بهرنیو چارو وزارت د ایران د پټرولیم او پټروشیمي محصولاتو له سوداګرۍ سره پر تړليو اووه شرکتونه بندیزونه لګوي او دوه کښتۍ د کنګل شویو شتمنیو په توګه پېژني. د امریکا ولسمشر ژمن دی، چې چین ته د ایران د غیرقانوني تېلو او پټروشیمي صادرات د خپل اعظمي فشار لاندې صفر ته راټیټ کړي.”

د امریکا بهرنیو چارو وزیر دا ادعا هم کړې، چې بندیزونه د ایران د پټروشیمي څلور پلورونکي او یو پېرودونکی، چې “د سلګونو میلیون ډالرو پر ارزښت” دي او همدارنګه د سمندري مدیریت شرکت، چې د ایران د اومه انرژۍ رسولو په لړۍ کې کلیدي رول لوبوي او په ایران کې میشت د کارګو تفتیش شرکت پر نښه کوي.

ایران او امریکا تر اوسه پورې د غیر مستقیمو خبرو اترو درې پړاوونه ترسره کړي دي او د دغو خبرو اترو څلورم پړاو به د شنبې پر ورځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version