نړۍ
امریکا د برید په صورت کې له قطر دفاع کوي – ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې، چې پر قطر به هر ډول وسلوال برید؛ امریکا د خپل امنیت لپاره ګواښ وګڼي.
د چارشنبې پر ورځ د یوه خپاره شوي سند له مخې؛ امریکایي ځواکونه کولی شي د منځني ختیځ د دې هېواد د دفاع لپاره مداخله وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې، چې پر قطر به هر ډول وسلوال برید؛ امریکا د خپل امنیت لپاره ګواښ وګڼي.
رویټرز راپور ورکړی؛ قطر د چارشنبې پر ورځ د ټرمپ له سپارښتنې هرکلی وکړ او دا یې د دفاعي اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام وباله.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ له دې اجرائیوي فرمان څخه داسې ښکاري، چې له قطر سره به د امریکا ژمنې له هغې وروسته د پام وړ ژورې کړي، چې اسرائیلو تېره میاشت په دوحه کې پر هوايي بریدونو د حماس مشرانو د وژلو هڅه وکړه.
دا برید، چې د ټرمپ ادارې ته له لږ مخکې خبرتیا سره پیل شو؛ په واشنګټن کې له قطر سره د امریکا د نږدې اړیکو له کبله، چې په سیمه کې د امریکا ترټولو لویه پوځي اډه لري، اندېښنه رامنځته کړې ده.
د ځواب ویلو ژمنه
د دې سند نېټه د دوشنبې ورځ وه؛ هغه مهال، چې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کوربتوب کاوه او د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې وړاندې کړ. قطر د جګړې په اړه د امریکا، اسرائیل او حماس ترمنځ یو مهم منځګړی پاتې شوی دی.
په دې سپارښتنه کې راغلي: “امریکا به د قطر پرخاوره، حاکمیت یا اړینو بېخبناوو هر راز وسلوال برید د امریکا سولې او امنیت ته ګواښ وګڼي.”
دغه راز زیاته شوې: “د داسې یوه برید په صورت کې به امریکا او قطر د دولت د ګټو د دفاع او د سولې او ثبات د بېرته راګرځولو لپاره د ډیپلوماټیکو، اقتصادي او که اړتیا وي، پوځي هڅو په ګډون ټول قانوني او مناسب اقدامات تر سره کړي. “
د سند له مخې؛ د امریکا لوړ پوړي دفاعي او استخباراتي چارواکي به له قطر سره د بېړني پلان جوړولو ساتنه او د هر ډول بریدونو لپاره چټک ځواب ډاډمن کړي.
د قطرګاونډ سعودي عربستان له اوږدې مودې راپدېخوا د ریاض او اسرائیل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د واشنګټن د هڅو د یوې برخې په توګه ورته تضمینونه غواړي؛ خو دا ډول تړون عملي شوی ندی. تېره میاشت سعودي عربستان د اټومي وسلو له لرونکي پاکستان سره دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د قطري جیټ الوتکې ډالۍ
که څه هم ولسمشر کولی شي د ډلهییزو دفاعي تړونونو په اړه لکه، چې ناټو یې رامنځته کړه؛ خبرې وکړي، خو دا د قانون کېدو لپاره د سنا تائید ته اړتیا لري. په راتلونکي کې هر امریکایي ولسمشر کولی شي اجرائیوي فرمان لغوه کړي او دا هم روښانه نده، چې څه به امریکا دې ژمنې ته اړ باسي.
د ټرمپ له دې سپارښتنې مخکې جو بایډن په ۲۰۲۲ کال له قطر سره د یوه لوی غیر ناټو متحد په توګه ګام پورته کړی و او د نظامي همکاریو د ډېرېدو اجازه یې ورکوله؛ خو د برید په صورت کې د قطر د دفاع په ژمنه کې پاتې راغلی و.
کله، چې په جون کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له برید وروسته قطر د ایران لهخوا تر برید لاندې راغی؛ نو د امریکا هیڅ نظامي غبرګون ونهلیدل شو.
د ټرمپ ادارې په می کې رسمن له قطر څخه د ډالۍ په توګه یوه بوینګ ۷۴۷ ډوله جیټ الوتکه ومنله او پوځ هڅه کوي، چې دا د ولسمشر د لېږدولو لپاره د نوي هوایی ځواک په توګه د کارولو لپاره چمتو کړي. ټرمپ د الوتکې د لیږد په اړه قانوني او اخلاقي اندېښنې رد کړې.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دوحې ته د اسرائیلو له برید وروسته سفر وکړ او یوه نوې موضوع یې پرانیسته، چې له قطر سره د دفاعي همکارۍ د پراختیا تړون د وروستي کېدو په حال کې دی.
