تازه خبرونه

امریکا د دوحې تړون پر بنسټ خپل مسوولیتونه ندي ترسره کړي – طالبان

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۰)

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې د اعلان په غبرګون کې طالبانو ویلي، چې د امریکا دغه کړنه د دوحې له هوکړې پوره سرغړونه ده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې؛ دوی پر امریکایانو باور نشي کولی، ځکه دغه هېواد خپله ژمنه نده پوره کړې.

طالبانو زیاته کړې؛ له دوحې تړون سرغړونه به طالب جنګیالي د امریکا پر ضد کړنو ته وهڅوي، چې  مسوولیت به یې بیا هم د امریکایانو پر غاړه وي.

طالبانو په ډاګه کړې؛ د دوی د پاتې بندیانو نه خوشې کول، د تور نوملړ نه ختمول، له ۱۲۰۰ څخه د ډېرو سرغړونو ترسره کول او اوس د څو میاشتو لپاره له افغانستان څخه د دوی وتل ځنډول؛ د امریک د ژمنو نه ترسره کول دي. ملګري ملتونه او هغه هېوادونه، چې د دوحې تړون پر مهال یې حضور درلود باید امریکا اړه کړي، چې د تړون له مخې د می تر میاشتې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

طالبانو ټینګار کړی، چې دوی به د بشپړې خپلواکۍ او په افغانستان کې د سوچه اسلامي نظام د رامنځته کولو له غوښتنې تېر نشي او په افغانستان کې سوله ییز حل ته ژمن دی.

د استانبول په ناسته کې د طالبانو پر نه ګډون پر اعلان سربېره د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دا ناسته به د اپریل پر ۲۴ ترسره کیږي.

ملګرو ملتونو ويلي؛ هڅه کوي، چې له طالبانو سره په دې ناسته کې د ګډون په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو ټولنې ویاند سټیفان دوچاریک ویلي: مونږ له ټولو لوریو سره په ګډه کار کوو، چې تلپاتې سولې ته ورسېږو. په دې اړه به اعلامیه هم خپره شي. مونږ لس ورځې وخت لرو. مونږ خپل پلانونه او بلنې د افغانستان حکومت او طالبانو ته اعلام کړي او میرمن ډیبرا لاینز تل د طالبانو له مشرتابه سره په اړیکه کې ده.

طالبانو په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو اعلان دا په ډاګه کوي، چې امریکا تر یوې کچې د افغانستان وضعیت درک کړیدی.

Trending

Exit mobile version