سیمه ییز خبرونه
امریکا د هرمز تنګي اړوند د ایران پوځي وړتیاوې له منځه وړي- ټرمپ
ټرمپ همداراز ادعا کړې، چې ښایي ایران په کیوبا کې بېپیلوټه الوتکې ځای پر ځای کړې وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې د هرمز تنګي اړوند د ایران پوځي وړتیاوې له منځه وړي. رویټرز راپور ورکړی، چې دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي بریدونو له بیا پیل سره هممهاله وړاندې شوې دي.
د امریکا پوځ د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې پر ایران نوي بریدونه پیلوي؛ خو ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل اوس هم دې پایلې ته نهدی رسېدلی، چې له تهران سره د خبرو له لارې هوکړې ته رسېدل ناشوني دي.
ټرمپ همداراز ادعا کړې، چې ښایي ایران په کیوبا کې بېپیلوټه الوتکې ځای پر ځای کړې وي.
هغه ویلي:« که داسې وي او ډېر احتمال هم شته، مونږ به یې پر وړاندې اړینې کړنې تر سره کړو.»
ټرمپ زیاته کړې:« مونږ به له دې کبله له کومې ستونزې سره مخ نهشو او هیڅکله به اجازه ورنهکړو، چې دا کار وشي. ښایي هغوی هلته ځینې بېپیلوټه الوتکې زېرمه کړې وي او مونږ دا موضوع مو تر ارزونې لاندې ده.»