سیمه ییز خبرونه

امریکا عادلانه خبرو ته چمتو نده – تهران

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د نویو خبرو اترو د امکان په اړه یوه نغوته وکړه؛ خو ایراني چارواکي ټینګار کوي، چې د واشنګټن وروستۍ تګلاره د رغنده ډیپلوماسۍ پر ضد ده.

Published

on

د تهران او واشنګټن ترمنځ تاوتریخوالی په داسې حال کې یو ځل بیا راپورته شوی، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ د امریکا اوسنی چلند ښیي، چې واشنګټن “عادلانه او برابرو خبرو ” ته لازم چمتو نلري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د نویو خبرو اترو د امکان په اړه یوه نغوته وکړه؛ خو ایراني چارواکي ټینګار کوي، چې د واشنګټن وروستۍ تګلاره د رغنده ډیپلوماسۍ پر ضد ده.

د اټومي خبرو د بیا پیلولو هڅې له هغې وروسته ودرول شوې، چې اسرائیلو د روان کال په جون کې د ایران دننه پر اټومي اهدافو برید وکړاو بیا ورسره د امریکا بریدونه هم مل شول.

امریکا، اروپايان او اسرائیل پر تهران تور لګوي، چې د وسلو د تولید وړتیا ترلاسه کولو لپاره یې خپل اټومي پروګرام پټ کړی؛ خو ایران تل ټینګار کړی، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سوله‌ییزو موخو لپاره دی.

له ۱۲ ورځنۍ جګړې مخکې تهران او واشنګټن پېنځه پړاوه غیر مستقیمې خبرې اترې کړې وې؛ خو د ایران د یورانیمو د غني کولو په څېر اختلافونه، چې امریکا یې درول غوښتل، خبرې ودرولې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ” تر برید لاندې نړیوال قانون ” تر سرلیک لاندې په یوه کنفرانس کې وویل: “امریکا د خبرو په میز کې هغه څه نشي ترلاسه کولی، چې په جګړه کې یې ندي ترلاسه کړي.”

هغه زیاته کړې: “ایران تل د ډیپلوماسۍ لپاره چمتو دی؛ خو د هغو خبرو اترو لپاره نه، چې د بل تر اغېز لاندې وي.”

دغه راز په دې کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید خطیب زاده واشنګټن تورن کړ، چې “د خبرو بهیر پر ننداریز کولو” هغه اهداف ترلاسه کول غواړي، چې امریکا یې د جګړې پرمهال لټه کوله.

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د خبرو اترو میز ته راستنېدا به یوازې هغه وخت شونې وي، چې امریکا “رښتینی، له درناوي ډک او برابر ” چلند غوره کړي.

Trending

Exit mobile version