تازه خبرونه

امریکا غواړي د افغان پوځ پخوانۍ الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته وسپاري

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۴۰۱)

پولیتیکو ورځپاڼې د باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ امریکا غواړي، چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته ازبکستان او تاجکستان ته تښتول شوې۵۰ پوځي الوتکې دغو دواړو هېوادونو ته وسپاري.

د یادې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ واشنګتن د دې کار په بدل کې له دغو هېوادونو څخه د ترهګرۍ ضد همکاري غواړي.

پولیتیکو په ډاګه کړې: امریکايي چارواکي له ازبک او تاجک چارواکو سره خبرې کوي، چې د مرکزي آسیا دغه دوه هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلیو لپاره له امریکا سره مرسته وکړي.

دا خبرې اترې د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د امریکا د نفوذ په اړه د روسیې د حساسیت له کبله ښکاره شوې ندي.

د افغانستان اسلامي امارت، چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته یې د میلیونونو دالرو پر ارزښت امریکايي روغ او ویجاړ تجهیزات او وسلې خپلې کړي؛ له امریکايي، تاجکي او ازبکي حکومتونو یې د یادو الوتکو د ورسپارلو غوښتنه کړې؛ خو دا غوښتنه د واشنګنن په ګډون رد شوې ده.

په دغو پوځي الوتکو کې سپکې جنګي الوتکې او چورلکې هم شته، چې د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته افغان پیلوتانو ازبکستان او تاجکستان ته وتښتولې.

له دغو دوه هېوادونو سره د امریکا احتمالي هوکړه د معلوماتو پر تبادلې سربېره په افغانستان کې د تروریستي ډلو د څارنې لپاره د پوځي یا هوايي اډې ترلاسه کول او په اوسني پړاو کې، امریکایي چارواکو ته د معلوماتو له تبادلې سره تړاو لري.

په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي امارت دفاع وزارت په ځلونو تاجکستان او ازبکستان ته د تښتول شویو الوتکو د بېرته ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې د افغانستان په فضا کې د امریکایي څارګرو الوتکو د الوتنې او عملیاتو د بندېدوغوښتنه کړې او ویلي یې ول؛ ګاونډ هېوادونه دې امریکا ته د لاسوهنو او د آسانتیاوو له برابرولو ډډه وکړي، ځکه د افغان حکومت له لوري ګاونډ هېوادونو ته کوم ګواښ نه رامنځته شوی او نه به چاته د مداخلې اجازه ورکړي.   

Trending

Exit mobile version