تازه خبرونه

امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولیږدوي – بلومبرګ

بلومبرګ د دوشنبې پر ورځ د یوه امریکايي حکومتي چارواکي، د کډوالۍ د وکیلانو او د پناه غوښتونکو د ملاتړو بنسټونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې یو شمېر نیول شویو افغانانو ته ویل شوي؛ ښايي په راتلونکو اوونیو کې پاکستان ته ولېږدول شي.

Published

on

 

د بلومبرګ خبري شبکې د راپور له مخې؛ د امریکا حکومت په پام کې لري؛ یو شمېر نیول شوي افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي. په دوی کې د هغو افغانانو خپلوان هم شته، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.

بلومبرګ د دوشنبې پر ورځ د یوه امریکايي حکومتي چارواکي، د کډوالۍ د وکیلانو او د پناه غوښتونکو د ملاتړو بنسټونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې یو شمېر نیول شویو افغانانو ته ویل شوي؛ ښايي په راتلونکو اوونیو کې پاکستان ته ولېږدول شي.

د راپور له مخې؛ امریکايي چارواکو د دې پلان په اړه رسمي څه نه‌دي ویلي او دا هم روښانه نه‌ده، چې په احتمالي الوتنه کې به څو افغانان وي.

افغان‌ایوک نومی بنسټ، چې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ کوونکو افغانانو ملاتړ کوي، وايي؛ داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې ښيي د نیول شویو افغانانو د لېږد لپاره د امریکا په لویزیانا ایالت کې د یوې ځانګړې الوتنې تابیا نیول شوې ده.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې: ځینو نیول شویو افغانانو ته ویل شوي، چې پاکستان ته به ولېږدول شي؛ خو ځینو نورو ته بیا ویل شوي، چې افغانستان ته به ولېږدول شي.

افغان‌ایوک د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې زیاته کړې، چې ښايي پاکستان افغانستان ته د دغو کسانو د لېږد لپاره یو منځګړې لاره وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له دې مخکې هم یو شمېر کډوال، د افغانستان د ۱۲ وګړو پر ګډون؛ د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږدولي دي. په دغو کسانو کې یو ځولن افغان هم و، چې وروڼو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

Trending

Exit mobile version