تازه خبرونه

امریکا له اسلامي امارت سره د بلې هوکړې په هڅه کې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۷, ۱۴۰۱)

د حزب اسلامي رهبر وايي، امریکا له اسلامي امارت سره د لوړپوړیو امنیتي او استخباراتي چارواکو په کچه مهمې خبرې اترې پیل کړي او په دې خبرو کې یو څه پرمختګ هم شوی دی.

ګلبدین حکمتیار په خپله وروستۍ وینا کې زیاته کړې، چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه د کابل او واشنګټن ترمنځ د خبرو له مبهم دریځ څخه وېره لري او که دا ستونزه هواره نشي؛ نو افغانستان به په سیمه ییزو سیالیو کې ښکېل شي او د اوکراین پر برخلیک به اخته شي.

اسلامي امارت د حزب اسلامي د رهبر حکمتیار د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین وايي، امریکا له اسلامي امارت سره د هوکړې په لټه کې ده او دواړو لوریو د امنیتي او استخباراتي چارواکو په کچه مهمې خبرې پیل کړي دي.

حکمتیار د جمعې پر ورځ خپلو پلویانو ته ویلي: امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو نوې لړۍ پیل کړې؛ د لوړ پوړیو پلاويو او د امنیتي او استخباراتي څانګو د چارواکو په ګډون، امریکا داسې اقدامات کړي، چې ښيي له طالبانو سره د همغږۍ او هوکړې غوښتونکي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ طالبان غواړي، چې خبرې اترې د دوحې پاتې مادې پوښلي او عملي کوي.

ګلبدین حکمتیار ټینګار کوي، چې د دغو خبرو اترو یوه برخه په پاکستان کې شوې او مهم پړاو یې په دوحه کې روان دی.

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وایي: ټول هېوادونه د کابل او واشنګتن ترمنځ د وروستیو خبرو اترو له پرمختګونو اندېښمن دي او دې پایلې ته رسېدلي، چې ښايي په افغانستان کې به د دوی د ګټو خلاف کارونه وشي؛ خو د دغو تړونونو نه افشا کېدل او د کابل بشپړ چوپتیا دا اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

حکمتیار زیاتوي؛ د کابل او واشنګتن ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی او په افغانستان کې د امریکايي بې پیلوته الوتکو د بریدونو محدودول، د افغانیو د نویو بانکنوتونو چاپول او کابل ته د امریکا له لوري د اوونیزې نغدي مرستو زیاتول؛ ښايي د دې خبرو نورې برخې وي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ خبرې په ابهام کې روانې دي او دې وضعیت د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه اندېښمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ که د کابل او واشنګتن ترمنځ شوې هوکړې په ډاګه نشي، ښايي افغانستان په سیمه ییزو سیالیو کې ښکېل شي او افغانستان به د اوکراین په برخلیک اخته کړي.

هغه وایي: که مونږ افغانان د هېواد له روانو چارو او روانو حالاتو سره مسوولانه چلند ونکړو او زمونږ د غفلت په پایله کې به کابل د لویو هېوادونو په رقابتي جګړه کې له یوه لوري او د بل لوري په مقابل کې ودرول شي؛ نو افغانستان به له منځه ولاړ او پر یو بل اوکراین بدل شي.

اسلامي امارت تر دې دمه د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version