تازه خبرونه

امریکا له افغانستان څخه د ډاډمنو وتلو لپاره سیمې ته دوه بي ـ ۵۲ الوتکې لېږلي – کربي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۰)

پنټاګون پرون (جمعه د غویی ۳) ویلي، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ډاډمنو وتلو د ملاتړ لپاره مو سیمې ته دوه بي – ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې رسیدلې دي.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، چې  دفاع وزیر لویډ آسټین د مرکزي مسوولیت د لرلو لپاره د آیزنهاور الوتکې لېږدوونکې غزول هم تصویب کړل.

کربي زیاته کړې، چې آسټین په سیمه کې د ځواکونو د ډاډمنو وتلو د چمتووالي د ملاتړ لپاره د لرې ویشتونکیو بمي الوتکو شتوالی هم تائید کړی دی.

د پنټاګون ویاند ویلي، چې بيـ ۵۲ بم غورځوونکې سیمې ته رسیدلي دي.

هغه څرګنده کړې؛ زه فکر کوم، چې دا کار بند ندی؛ ما مخکې هم ویلي وه، چې د غوره او خوندي وتلو لپاره لنډمهاله محافظتي هڅو ته اړتیا لیدل کیږي.

دغه راز  امریکایی چارواکو سي ان ان  ته ویلي، چې پنټاګون به په سیمه کې سلګونه سمندري، هوایي او ځمکني ځواکونه ځای پر ځای کړي، چې د امریکا، ناټو او نورو قراردادي سرتیرو د وتلو امنیت ډاډمن کړي.

د متحده ایالاتو چارواکو یادې سرچینې ته زیاته کړې؛ د وتلو پر مهال زمونږ ډېره پاملرنه د هغو تجهیزاتو پر لېږد راڅرخي، چې نه ویجاړ شوي اونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

یوه امریکايي چارواکي دا هم ویلي؛ زاړه تجهیزات به له منځه ولاړ شي، د یو څو اوونیو لپاره به د ځواکونو ایستل پیل نشي. امریکا به له دغو ځواکونو څخه د دفاع او له افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره خپله وړتیا وساتي.

دې امریکایي ټلویزیون څرګنده کړې، چې په سلګونو سرتېري به د سرتېرو د خوندي وتلو لپاره افغانستان ته واستول شي.

دې رسنۍ په ډاګه کړې؛ دا اندېښنې هم شته، چې له کندهار، جلال آباد او ختیځو سیمو څخه د امریکایي ځواکونو وتل ښایي خطر ولري.

د سي این این په وینا ، امریکايي الوتکې به د ګزمې په حال کې وي، چې د وتلو په حال کې د امریکايي ځواکونو امنیت خوندي وي.

امريکايي چارواکو سي اين اين ته د نوم د نه ښودلو پر شرط دا هم ویلي، چې ښایي د سپټمبر له يوولسمې مخکې به ډېر بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتېري لري او په سلګونه نور داسې ځانګړي ځواکونه لري، چې په رسمي بڼه تائید شوي ندي.

Trending

Exit mobile version