نړۍ
امریکا له سعودي عربستان سره ۱۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د سعودي دولتي تلویزیون الاخباریه څرګنده کړې؛ د امریکا ولسمشر جوبایدن سعودي عربستان ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره د انرژۍ، مخابراتو، فضا او روغتیایي پاملرنې په اړوند برخو کې ۱۸ ګډ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د سعودي دولتي خبري آژانس (SPA) د څرګندونو له مخې؛ دغه هوکړه لیکونه د امریکا له فضايي او دفاعي شرکتونو بوینګ او ریتیون او همدارنګه روغتیا پاملرنې شرکتونو میدترونیک، دیجیتل تشخیص او IQVIA سره ترسره شوي دي.
دغه راز د پاکې انرژۍ د پروژو، اتومي انرژۍ او یورانیمو په برخه کې هم هوکړې شوې دي.
د خلیج د اوپیک بډای غړي لکه سعودي عربستان او عربي متحده امارات مخ پر پراخېدونکې او پاکې انرژۍ پر اهمیت ټینګار څرګند کړ.
بایدن سعودي عربستان ته پخپل سفر د الوتنو لپاره د اسرائیلو تړل شوی هوایي حریم خلاص کړ او څرګندوي؛ زه هیله لرم، چې د اسرائیلو او سعودي اړیکې پراخه او نورمال حالت ته راوګرزي.
دغه راز امریکا او سعودي عربستان هوکړه کړې، چې په یمن کې د اوربند د ژورولو او پراخولو لپاره په ګډه کار وکړي او پراخه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره دیپلوماتیک بهیر وکاروي.
سعودي عربستان پرېکړه کړې؛ هغو هېوادونو ته، چې مخ پر وده روان دي د باور وړ جي – ۵ او جي – ۶ شبکو د رامنځته کولو او خوندي کولو لپاره د امریکا پر مشرۍ پر نوې تکنالوژۍ هم پانګونه وکړي.
