Connect with us

تازه خبرونه

امریکا له وتلو وروسته هم د مرستو پر دوام ټینګار څرګند کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۷, ۱۴۰۰

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې امریکا به له افغانستان څخه د ځواکونو له ویستو ورسته هم د افغان دولت او خلکو تر څنګ ودریږي.

سپیني ماڼي په یوه اعلامیه کې ویلی؛ د امریکا ملي امنتیت سلاکارانو د افغان ځواکونو له وتو وروسته له افغان ځواکونو سره د همکاری په اړه خبري کړي دی.

د سپیڼي ماڼی سلاکارانو  ټینګار کړی، چې امریکا به د خپلو سرتېرو له وتو ورسته هم د افغانستان ترڅنګ ولاړه وی .

جک سولیوان د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په خبرو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او مشورو وړاندې کولو ټینګار څرګند کړی دی.

دغه راز په یو سمینار کې د امریکا پر شل کلن حضور د امریکا لوړ پوړي افسر مټیوهو ویلي، چی د افغانستان په جګړه کې یې هم ونډه اخیستي ويلي، چې امریکا به هیڅکله هم افغانستان ته د ملت جوړوني او جکړې د ختمیدو لپاره نه وه راغلې.

هغه وایي: مونږ لیدل، چې څه دول په یوه دورغجنه جکړه کې ښکیل یو؛ له طالبانو څخه قدرت جوړیده او د کابل حکومت هم فاسد کیده، نو ما هم پرېکړه وکړه، چې استعفا وکړم.

د امریکا د استخباراتي سازمان پخوانی سلاکار فلیپ جرالدي ویلي، القاعده د تېرو شل کلونو په تناسب ډېره پیاوړې شوې او نورې لسګونه ترهګرۍ ډلې د افغانستان امنیت ته جدي ګواښ دي.

نومو ړي ویلي؛ کله، چې د ناسمو معالوماتو پر بنسټ افغانستان ته د ننه شو وروسته نوری تېروتنې هم وشوې.

یو شمېر کارپوهان هم پدي باور دي، چي په افغانستان کې د تاوتریخوالي یوازنی لامل د بهرنیو سرتېرو شتون دی او دا هېواد هیڅکله هم له افغانستان څخه د وتلو نیت نلري.

ټولنپوه عسکر موسوي وايي: خپل ښکاره حضور به پای ته ورسوي؛ خو نیابتي او استخباراتي شتون به یې روان وي.

د پوهنتون استاد نقیب الله ذکي ویلي، چې د زرګونه وژنو په بدل کې له یو لړ لاسته راوړنو برخمن شوي یو.                

د پوهنتون استاد حفیظ الله نقي وایي،  د ټولو ننګونو علت امریکا ده.

دا په داسی حال کې ده، چې یو شمېر بهرني سرتېری له افغانستان وتلي؛ خو ور سره همهاله جګړي هم پراخې شوي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو اتمه غونډه به د اوکټوبر پر پېنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

بېلاروس او مصر په دې غونډه کې  مېلمانه دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په غونډه کې وینا وکړي.

دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره ځانګړې لیدنه هم وکړي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، د روسیې او افغانستان د چارواکو په دوه‌اړخیزه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند روانو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د «مسکو فارمټ» په پراخه غونډه کې به د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.

زاخارووا زیاته کړې؛ تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #مسکو‌فارمټ #روسیه #لاوروف #زاخارووا

Continue Reading

تازه خبرونه

په بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي، چې د سپماوو زیاتوالی د بانکي سکټور د ثبات د پیاوړتیا او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتېدا ښکارندوي کوي.

Published

on

د افغانستان بانک ويلي، سږ کال په بانکونو کې د خلکو د سپماوو کچه لوړه شوې او د هېواد په بانکي سکټور کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي، چې د سپماوو زیاتوالی د بانکي سکټور د ثبات د پیاوړتیا او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتېدا ښکارندوي کوي.

په دې غونډه کې د هېواد د پولي سیاستونو، د بانکي سکټور د وضعیت، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د برښنايي بانکدارۍ د پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتېدا په اړه بحث او څېړنه شوې ده.

دغه راز خالد د اغېزمنو پولي سیاستونو پر پلي کولو، د بانکي سکټور د اوسني وضعیت پر ارزونه، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا لپاره د هڅو پر دوام او مالي خدمتونو ته د خلکو د پراخ لاسرسي د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

هغه د افغانیو د ارزښت او ثبات په اړه ویلي؛ افغانۍ په تېر یوه کال کې سره له دې، چې د نړۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ وه، د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو پر پرتله خپل ثبات ساتلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا وضعیت د افغانستان بانک د سنجول شویو او موخو لرونکو پولي سیاستونو د پلي کولو پایله ده.

#آریانانیوز #افغانستان #دافغانستان‌بانک #بانکي‌سکټور #افغانۍ #بانکداري

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ او هلمند ۹ ملکي وګړي «شهیدان» شوي – ذبیح مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، چې تېره شپه د پاکستاني الوتکو د هوايي بریدونو له کبله د کونړ او هلمند په اړوند  سیمو کې د ښځو او ماشومانو پر ګډون ۹ ملکي وګړي« شهیدان» شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان نور ټپیان شوي او درې استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« مونږ دا عمل غندو او د ټولو منل شویو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بولو.»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!