کوید۱۹

امریکا له چین څخه د مسافرینو پر ورننوتلو د بندیز لګولو په هڅه کې ده

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۸, ۱۴۰۱)

په چین کې د کرونا ویروس د خپریدو بندیزونو د لرې کولو له اعلان سره همهاله امریکا له چین څخه د مسافرینو پر ورننوتلو احتیاطي تدابیر تر پاملرنې لاندې ونیول.

امریکايي چارواکو ويلي، امریکا په چین کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتېدو اندېښمن شوی دی.

جاپان اوس له چین څخه د راغلو مسافرینو لپاره د کرونا ویروس د ازموینې امر کړی او مالیزیا د څارنې نوي اقدامات پلي کړي دي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي، چې متحده ایالات د کرونا د نورې خپرېدا د مخنیوي لپاره پر ورته کړنو غور پیل کړی دی.

په چین کې د کرونا د صفر کولو له پالیسۍ سره نارضایتۍ کورني لاریونونه راپورته او د بیجینګ چارواکي یې دې ته اړ کړل، چې د پالیسۍ پای ته رسولو لپاره ګړندی حرکت وکړي او درې کلن قرنطین پورته کړي.

په چین کې د محدودیتونو لغو کولو له کرونا سره مبارزه تر اغېز لاندې راوسته اړوند بدلونونه د کرونا د زیاتوالي لامل شول.

چین دا هم اعلان کړی، چې د جنورۍ له ۸ څخه به نور مسافر په قرنطین کې نساتي.

چین د نړۍ په کچه د کرونا ویروس ترټولو ډېره خپرېدا تجربه کوي او دې وضعیت په ټوله نړۍ کې د عامې روغتیا د چارواکو اندېښنې راپورته کړې دي.

امریکایي چارواکو دا هم ویلي، چې دوی د عامې روغتیا له متخصصینو او نړیوالو ملګرو سره د مشورې له مخې د سفر نوي احتیاطي تدابیر نیولي دي.

له ۲۰۲۰ ز. کال راپدیخوا د چین پولې تقریباً په بشپړه توګه د بهرنیانو پر مخ تړل شوي او دغه هېواد په تېرو شاوخوا درې کلونو کې د سیاحتي ویزو ورکول بند کړي دي.

Trending

Exit mobile version