تازه خبرونه
امریکایان د افغانستان په اړه نړیوال بحث ته لیوالتیا لري-زخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ټاکل شوې د مسکو کنفرانس د اپریل پر څوارلسمه جوړ شي ، چې د افغانستان پر امنیت او لرلید به متمرکز وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا تېره اوونۍ اعلان کړی و، چې د امریکا متحده ایالات به د افغانستان د سولې په کنفرانس کې گډون ونه کړي.
هغې په یوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړې؛ روسیه په دې باور ده، چې د مشورو بڼسټیز هدف د افغانستان د ملي روغې جوړې د پرمختگ لپاره د یو واحد سیمه ییز دریځ رامنځته کول دي.
نوموړې زیاتوي، چې امریکایي چارواکو او واشنگتن ته په دې کنفرانس کې د گډون لپاره بلنلیک استول شوی او امریکایان په دې کنفرانس کې گډون او د مسایلو په اړه “نړیوال بحث” ته لیواله دي؛ خو امریکايي چارواکو له دغه ډول بلنې بې خبرې ښودلې ده.
دې څرګنده کړې؛ د روسیې هڅه دا ده، چې د افغان دولت مخالفې وسلوالې ډلې د سولې خبرو ته وهڅوي.
ټاکل شوې، چې په دې کنفرانس کې پر افغانستان سربېره د مرکزي آسیا هېوادونه، چین، هند، ایران، پاکستان او متحده ایالات ګډون وکړي.
طالبانو ویلي، که بلنه ورکړ شي؛ غور به پرې وکړي.
امریکا رسماً په دغه غونډه کې د گډون خبره تائید کړې نه ده او د دغه هېواد دفاع وزیر جنرال جوزف متیس تېره ورځ په لندن کې ویلي وه، چې له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ زمونږ اندېښنې راپارولي دي.
مسکو د یاد کنفرانس پرېکړه دغه هېواد ته د افغانستان د ملي امنیت شورا د مشر له سفر وروسته کړې، چې په کې به د دولس هېوادونو استازي گډون کوي؛ خو طالبانو ته د گډون بلنه نه ده ورکړ شوې.