تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د سولې له څرک خبر ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

جنرال جان نیکلسون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو هڅو پایلو ته هیله شوی او وایي، چې د جنوبي آسیا لپاره د امریکا وروستۍ ستراتیژۍ په تېر یو کال کې د جګړې د پای ته رسولو او د ستونزو سیاسي حل ته د تېر په پرتله ډېره ښه زمینه برابره کړې ده.

که څه هم د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو د امریکا تګلاره د منتقدینو په باور بې ګټې وه؛ خو د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان وایي، دې تګلارې تر بل هر وخت ډېر یوې سیاسي حل لارې او په سوله ییز ډول د جګړې پای ته رسولو ته لار اواره کړې ده.

هغه ویلي، متحدو ایالتونو په افغانستان کې د سولې بهیر آسان کړی او په کې ګډون کوي.

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال جان نیکلسون وایي، زه ډاډمن یم، چې د امریکا ستراتیژي د بریالیتوب پر لوري روانه ده؛ د سولې او پخلاینې په بهیر کې پرمختګ د پاملرنې وړ دی او په پایله کې به جګړه له سیاسي  لارې هم پای ته ورسیږي.   

دغه امریکایي قومندان، چې د یوه ویدیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته د امریکا د ستراتیژۍ پر کلیزې خبرې کولې؛ ټینګار وکړ، چې پاکستان اوس هم د طالبانو د ټپیانو درملنه کوي او طالبان په هغه هېواد کې آزاد ګرزي او راګرزي.

جنرال جان نیکلسون زیاتوي؛ څه، چې وینو هڅوونکي دي. د افغانستان او پاکستان اړیکې په ځینو برخو کې پر مختللي، چې نه یوازې دا د ولسمشر غني د عمل پلان پایله ده، بلکې پوځي همکاري هم ورسره ښه شوې ده. زه پوهیږم، چې افغان مشران د پاکستان د نوي لومړي وزیر او ولسمشر غني تر منځ ګټورو خبرو اترو ته هیله من دي.

کابل وایي، چې د امریکا پر نوې تګلارې د بیا کتنې هڅه کیږي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي؛  زمونږ په اند د امریکا ستراتیژي ګټوره وه او افغانستان ته د ناتو د نوي قومندان پر راتګ به پر دغې ستراتیژي بیاکتنه وشي او په هغو برخو کې، چې تېروتنې شوي، مخه به یې ونیول شي.         

د افغان ځواکونو پیاوړتیا، په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د سیاسي حل لارې موندنه او پر پاکستان فشار، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، د دونالد ترمپ د تګلارې مهمې برخې جوړولې؛ خو منتقدین وایي، چې نه یوازې دا موخې تر لاسه شوي ندي، بلکې د بغاوت څپې نورې هم پراخه شوې دي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version