تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې د غورزول شوي مور بم د زیانونو په اړه څه نه وایي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د غورزول شوي مور بم د زیانونو په اړه اوس څه نه وایي؛ خو هېواد یې د داعش ځپلو ته ژمن دی.
جیمز متیس، چې په اسرائیلو کې خبرې کولې وویل؛ داعش به وځپل شي؛ که د نړۍ په هره سیمه کې وي.
د امریکا هوایي ځواک تېره اوونۍ د افغانستان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر سنګرونو د نړۍ تر ټولو لوی بم، چې دوی یې مور بم نوموي؛ وغورزاوه او د ملي وحدت حکومت چارواکو وویل، چې په دې برید کې د داعش له ۹۰ د ډېر جنګیالي ووژل شول او دا یې هم په ډاګه کړې، چې ډېر یې پاکستانیان ول.