تازه خبرونه

امنیتي ارګانونه دې د برښنا شرکت د پورونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۳, ۱۴۰۱)

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې له دولتي ادارو او زورواکانو څخه د برښنا د پورونو په ترلاسه کولو کې له دغه شرکت سره مرسته وکړي.

د افغانستان برښنا شرکت ويلي، په کابل کې د اسلامي امارت له واکمنېدو  مخکې او وروسته ډېرو دولتي ادارو او زورواکو خپل پورونه ندي ورکړي، چې له کبله یې د دغه شرکت چارې ستونزمنې کړې دي.

دغه راز اقتصادي کمیسیون د افغانستان بانک او دولتي شرکتونو استازیو ته سپارښتنه کړې، چې پر دولتي شرکتونو د بانکي بندیزونو د کمولو لپاره یو منظم میکانیزم رامنځته کړي.

دغه راز اقتصادي کمیسیون د کابینې د ۲۸ مصوبې له پرېکړې سره سم ټولو وزارتونو ته لارښوونه کړې، چې د خپلو اقتصادي او پراختیايي پروژو طرحې چمتو او د منظورۍ لپاره یې د رهبرۍ مفام ته وسپاري.

د خصوصي سکتورغړيو د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د انرژۍ رول خورا مهم یاد کړی او څرګندوي؛ ټول هغه بنسټونه او ادارې،  چې د برښنا شرکت پوروړي دي باید خپل پورونه پرې او دا ملي شرکت له مالي بحران وژغوري.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبد الجبار ساپی وایي: زمونږ ټوله برښنا وارداتی ده؛ نو د دې برښنا د منظم سیستم لپاره باید ټول خپل بیلو نه ادا کړي او هغه خلک، چې پخواني پوروړي دي باید خپل پورو نه خلاص کړي. که نه؛ نو باید حکومت یې د امنیتي بنسټونو په همکارۍ ترې تر لاسه کړي.

د افغانستان اوسپنې ویلی کولو تولنې اجرائیه مشر عبدالنصیر رشتیا څرګندوي: مونږ خصوصي سکتور تل خپل حسابونه پاک کړي او هغه خلک، چې د برښنا پورونه یې نیولی باید د امنیتی بنستونو په همکارۍ  ترې واخستل شي.

اقتصادی چاروکارپوهان هم د لومړي وزیر د لومړي مرستیال وروستۍ پرېکړه د افغانستان د برښنا شرکت د مالي ستونزو د حل لپاره اړینه بولي او زیاتوي، چې د هېواد ټول وګړي  اړ دي، چې خپلې برښنا د لګښت پور  ادا کړي.

د ا قتصادي چارو کارپوه صیام پسرلی وایي: د افغانستان برښنا شرکت تقریبا ۸۰ سلنه برښنا له نورو هېوادونو واردوي تول باید د خپلې برښنا د لګښت پيسې  پخپل وخت ورکړي او هغه کړیو او اشخاصو،  چې خپل پورونه ندي ورکړي؛ باید حکومت یې ترې د زور له لارې تر لاسه کړي.

دا، چې تراوسه پورې د افغانستان برښنا شرکت څومره خلک پوروړی دي او پوره شمېر یې څومره دی او د ټولنې پر کوم قشر دا پورونه پاتې دي؛ د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو پرې له نظر څرګندولو او معلوماتو له ورکړې ډډه کړې ده.

Trending

Exit mobile version