تازه خبرونه
امیرخان متقي د یوناما له مشر مارکس پوتزل سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چارشنبې پر ورځ (د وږي ۳۰ ) په خپلو تویتونو کې څرګنده کړې، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوناما له مشر مارکس پوتزیل سره وکتل.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې اوونۍ د غونډې او افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د راتګ په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د استازولۍ په ګډون ټولو نړیوالو بنسټونو ته د همکاریوډاډ څرګند کړ او د هغوی د کارکوونکیو د امنیت د تامین په خاطر یې د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو او د اړوند کارکوونکیو د تګ راتګ لپاره د زیاتو آسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ څرګند کړ.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت له نړۍ سره رغنده پالیسي تعقیبوي او یوناما په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.