تازه خبرونه
امیرخان متقي ټولو استازولیو ته د مرستو د مدیریت سپارښتنه وکړه
دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي سرچینو د څرګندونو له مخې د مړو ټول شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو هغه ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی،
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له هېواده بهر د افغانستان له سیاسي استازولیو سره په کونړ او څنګلورو ولايتونو کې له زلزله ځپلو سره د کېدونکو مرستو په تړاو انلاین خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپانې له مخې؛ د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپل ماموريت په هېوادونو کې حکومتي مسوولانو، خيريه بنسټونو او اهل خير وګړو ته له زلزلې وروسته د وضعيت په اړه معلومات وړاندې او د مرستو د رسولو، اړینو آسانتیاوو او ښه مدیریت په برخه کې هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي سرچینو د څرګندونو له مخې د مړو ټول شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو هغه ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی،