تازه خبرونه
امیر خان متقي د چین له ځانګړي استازي سره پر سیمهییز وضعیت خبرې وکړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې امیرخان متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې نورې هم پراخې او عملي کړي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د پوځي تېري پر وروستي وضعیت خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې امیرخان متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې نورې هم پراخې او عملي کړي.
نوموړي همداراز ورسره د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا د وروستیو بریدونو په اړه نه یوازې د افغانستان اسلامي امارت دریځ شریک کړ، بلکې ټینګار یې کړی، چې افغانستان د شخړو پر ځای د ستونزو سولهییز حل ته لومړیتوب ورکوي او غواړي، چې د کړکېچ سطحه لوړه نشي؛ خو د هېواد او خلکو دفاع هم خپل حق بولي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د چین ځانګړي استازي د پاکستان د وروستیو بریدونو له کبله د شهید شویو افغانانو له کورنیو سره د حکومت د خواشینۍ اوخواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، چې ورسره د سیمې د ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نشي.
هغه ټینګار کړی؛ چین په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په تماس کې دی او کوښښ کوي، چي د دواړو ګاونډ هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی راکم او رغنده اړیکې رامنځته شي.