تازه خبرونه

امیر خان متقي په کابل کې د یوناما له چارسمبالې سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې کابل ته د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د سفر، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د دوحې بهیر په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د کاري ډلو د پرمختګ او راتلونکو غونډو او نورو اړوند مسلو په اړه بحث وشو.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲۴, ۱۴۰۴

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سې‌شنبې پر ورځ( د مرغومي درویشتمه) په کابل کې د یوناما له چارسمبالې(سرپرست مشرې) جورجټ ګانیون سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې کابل ته د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د سفر، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د دوحې بهیر په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د کاري ډلو د پرمختګ او راتلونکو غونډو او نورو اړوند مسلو په اړه بحث وشو.

په  دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر خان متقي ویلي؛ اسلامي امارت د دوحې بهیر په کاري ډلو کې د قناعت وړ پرمختګ کړی، خو مخالف لوري تر اوسه ندي توانیدلي، چې د بدیل معیشت او بانکي ستونزو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

د متقي د څرګندونو له مخې، اړینه ده، چې اړوند خواوې اغېزمن ګامونه پورته کړي او  په نورو سکټورونو کې هم پرمختګ وکړي.

ګانیون د دې میاشتې په پای کې د میرمن رزماري ډیکارلو سفر ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغې د دوحې بهیر د دوه کاري ډلو د تېرو غونډو پایلې هم مثبتې و ارزولې او یادونه یې وکړه، چې دې برخې ته به ډېره پاملرنه وشي.

Trending

Exit mobile version