تازه خبرونه
اندونیزیایي پلاوي له ملابرادر سره په لیدنه کې د پانګونې ډاډ څرګند ګړ
ملا عبدالغني برادر نن د غبرګولي پر شپارلسمه د اندونیزیا د سرې میاشتې او جوماتونو شورا رییس محمد یوسف کالا پر مشرۍ له یوه پلاوي سره وکتل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ ویلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د دواړو هېوادونو د ولسونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، اوسمهال د دغو اړیکو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې دواړه هېوادونه یې د پياوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.
ملا برادر زیاته کړې؛ په افغانستان کې د انرژۍ، کانونو، بندونو، بېخبناوو او نورو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي او اندونیزیايي پانګوال کولی شي په یادو برخو کې پانګونه وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
د انډونیزیا د سرې میاشتې او جوماتونو شورا رییس په افغانستان کې د رامنځته شویو پرمختګونو د ستاینې تر څنګ ویلي؛ دوی به د انډونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان واقعي وضعیت په ډاګه کړي.
کالا ویلي؛ انډونیزیا په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخول غواړي او پانګوال لېواله دي، چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي. نوموړي زیاته کړې؛ په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه انډونیزیا اقتصادي پلاوی کابل ته راشي او دلته به په بېلابېلو برخو کې د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه له افغان لوري سره بحثونه ولري.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغانستان او انډونيزيا ترمنځ په سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او تعليمي برخو کې د اړیکو پر پراختيا ټينګار وکړ.
