تازه خبرونه

اندړو کې لس کسه طالبان ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

غزني کې د ملي اردو چارواکو د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو یوه لس کسیزه ډله وژلې ده.

د ۲۰۳تندر قول اردو د لواء مسولین وایي، دغې ډلې جومات کې ماین ځای پر ځای کاوه چې ماین وچاودېد او د ماین جوړولو د څلورو ماهرینو په ګډون لس تنه وسله وال ووژل شول.

د ۲۰۳تندر قول اردو مطبوعاتي مسول حنیف رضایي وایي چې د سې شنبې په شپه لسو وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ د کمال خېلو کلي کې یوه جومات کې ماین ځای پر ځای کاوه چې په دې مهال ماین وچاودېد، ټول وسله وال په کې ووژل شول او جومات هم وران شو.

رضايي زياتوي چې په دې وروستیو دوو ورځو کې ګیرو ولسوالۍ کې شویو نښتو کې دوه دېرش وسله وال طالبان وژل شوي چې اته تنه یې پاکستانیان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د خپلو ماینونو د چاودنې هدف ګرځي، مخکې هم ورته پېښو کې طالبانو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

Trending

Exit mobile version