سیمه ییز خبرونه

انگلستان، له افغانستان څخه د وتلو پرېكړه له ۲۰۱۴م كال وروسته كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د انگلستان دفاع وزير فليف هاموند د يكشنبې په ورځ(د لړم۱۹) هلمند ته د خپل لنډ سفرپه ترڅ كې د هلمند له والي سره د ليدنې پرمهال وويلي، چې:

د سرتېرود وتلو پرېكړه به له ۲۰۱۴م كال وروسته د امريكا او افغانستان ترمنځ د ستراتژيك تړون د موضوع له حل وروسته ناټو او افغان دولت كوي.

هغه وايي، چې ځايي چارواكو د افغان ځواكونو د وړتيا د لوړوالي په اړه ډاډ وركړى، چې دا د ناټو لپاره ستر برى گڼل كيږي.

د هلمند والي الحاج محمد نعيم د دې ليدنې پرمهال خبريالانوته وويل، چې:

د انگلستان د دفاع وزير د سفرموخه دې ولايت ته له خپلو سرتېرو ليدل او په دې ولايت كې د روان امنيتي حالت جاج اخيستل دي.

د نوموړي په وينا، ياد شوي وزير د دې ولايت امنيتي حالت ښه وارځاوه اوزياته يې كړه، چې اوس مهال به افغان ځواكونه نه يوازې د سيمې امنيت، بلكې د راتلونكيو ټولټاكنو امنيت هم  په خپلواكه توگه خوندي كوي.

دا په داسې حال كې ده، چې په همدې ورځ په افغانستان كې د نوموړي هېواد سفيرريچارد ستگ هم د دې ولايت د كجكي ولسوالۍ د جوړيدونكي سړك د كار د بهير د ليدنې پر مهال ژمنه وكړه، چې د دې سړك چارې به په اساسي توگه تركجكي ولسوالۍ  ورسوي.

Trending

Exit mobile version