تازه خبرونه

اوسني روغتیایي خدمتونه د خلکو اړتیاوې نه شي ځوابولی- ولسمشر غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد ولسمشر په هېواد کې د روغتیایی خدمتونو وړاندې کول د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې په روغتونونو کې جدي ستونزې شته او د روغتیایي مرکزونو لخوا وړاندې کیدونکي روغتیایي خدمتونه د خلکو اړتیاوې نه شي ځوابولی.

د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره دولت طبي شورا جوړه کړه.

 د ولسمشر په باور روغتیایي مرکزونه له زیاتو ننګونو سره مخ دي او دغه روغتونونه د خلکو اړتیاوې نه شي ځوابولی.

 هغه وایي، روغتونونه جدي سمونونو ته اړتیا لري.

ولسمشر دا هم وویل، چې نه پوهیږي څوک داکتر دی او څوک نه . له دې وروسته باید د جوازنامې له مخې د داکتر خطاب وشي.

دی زیاتوي، ځینو مافیایي کړیو د بې کیفیته درملو د واردولو لپاره له درملتونونو سره تار ځغلولی او د دې کار مخه باید ونیول شي.

ولسمشر غني د پولیسو درې سوه بستریز روغتون هم له ستونزو سره مخ بولي او د دې روغتون پر معیاري توب ټینګار کوي او وایي، اصلي تمرکز به یې پر روغتیا او پوهنې وي.

د بې کیفیته درملو پلورل د ولسمشر بله اندېښنه ده او وایي، چې د داکتر او درملتون اړیکې دې پرې شي؛ ځکه، چې زیان یې خلکو ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي، چې ځینې روغتیایي کارکوونکي په وزارتونو کې هم کار کوي، چې دا ورته د منلو وړ نه دي او په څو ولایتونو کې؛ خو هیڅ ښځینه داکترې نشته.

د افغانستان د طبي شورا رییسه نسرین اوریاخېل وایي، چې د داکترانو لخوا د روغتیایي خدماتو ښه کول او د طبي اخلاقو پراختیا د دې شورا غوره موخې دي.        

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال ۳۵۸ دولتي روغتونونه او له دوه زره ډېر روغتیایي مرکزونه په افغانستان کې شته او د عامې روغتیا له وزارت سره  څلور زره داکتران هم ثبت دي.

د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره د دولت طبي شورا په داسې حال کې جوړیږي، چې د غوره خدماتو د نه وړاندې کولو پر لامل د هېواد په ځینو لیرې پرتو او ان په مرکزي سیمو کې روغتونونو دروازې تړل کیږي.

Trending

Exit mobile version