نړۍ
اوکراین د روسیې د تېلو پر تاسیساتو او پوځي بنسټونو بریدونه وکړل
د اوکراین پوځ د شنبې پر ورځ د زمري ۱۱ په یوه ټیلیګرامي خبرپانه کې د مسکو شاوخوا ۱۸۰ کیلومټره جنوب ختیځ لوري ته د ریاضان د ښار د تېلو پر چاڼخونه له برید وروسته، چې د عملیاتو په پایله کې یې پر تاسیساتو اور ولګید؛ خبر ورکړ.
د اوکراین پوځ ویلي، چې دوی په روسیه کې د تېلو تاسیسات د یوې لویې چاڼخونه، د بې پیلوټه الوتکو ځانګړی پوځي ډګر او یوه برښنايي کارخونه.پر نښه کړي دي.
د اوکراین پوځ د شنبې پر ورځ د زمري ۱۱ په یوه ټیلیګرامي خبرپانه کې د مسکو شاوخوا ۱۸۰ کیلومټره جنوب ختیځ لوري ته د ریاضان د ښار د تېلو پر چاڼخونه له برید وروسته، چې د عملیاتو په پایله کې یې پر تاسیساتو اور ولګید؛ خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د اوکراین شمال ختیځ پولې ته نږدې د ورونژ په سیمه کې د “انانفټ پروډکټ” شرکت د تېلو زیرمه هم پر نښه شوې ده.
په خبرپاڼه کې د بریدونو پر بڼو څه ندي ویل شوي؛ خو د اوکراین د اردو بېپیلوټه واحدونه د بې پیلوټه سیسټمونو پر کارولو د اوږده واټن د عملیاتو په ترسره کولو کې تخصص لري.
روسیې تر اوسه پخپلو اړوند بېخبناوو بریدونو ته ځواب ندی ویلی.
د اوکراین استخباراتي ادارې په روسیه کې پر پریمورسکو-آختارسک پوځي هوایي ډګر د بېپیلوټه برید راپور ورکړ، چې پر اوکراین د اوږده واټن ډرونونو د توغولو لپاره کارول کیږي.
دې ادارې دا هم ویلي، چې دوی په پینزا ښار کې یوه کارخونه هم پر نښه کړې، چې د راپورونو له مخې د روسیې پوځي صنعت ته د برښنایي اجزاو په رسولو کې ښکېله وه.
په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې د یرغل له پیل اوکراین اوږد واټن بریدونو ته د اغېزمن ځواب وړتیا نهدرلوده؛ خو له هغه وخت راپدېخوا یې د اوږد واټن ځانمرګو بې پیلوټه الوتکې جوړې کړې، چې د سلګونو کیلومټره لرې چاودېدونکي جنګي خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.
د روسیې دفاع وزارت د زمري پر یوولسمه په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې د دوی د هوایي دفاع سیسټمونو د شپې په اوږدو کې ټولټال ۳۳۸ اوکرایني ډرونونه غورځولي دي.
دغه راز د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې دوی د شپې لخوا د اوکراین خاورې ته له توغول شویو ۵۳ روسي ډرونونو څخه ۴۵ یې غورځولي دي.
د اوکراین په ختیځه جبهه کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د زمري پر یوولسمه د ډونیتڅک سیمې د اولیکساندر-کالینووا کلی نیولی.
رویټرز راپور ورکړی، چې دوی نشي کولی په خپلواکه توګه دا معلومات تائید کړي.
روسي ځواکونه اوس د درې نیم کلونو له روانې جګړې وروسته په ختیځ او سویل کې د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره کنټرولوي.