Connect with us

نړۍ

اوکراین د روسیې د تېلو پر تاسیساتو او  پوځي بنسټونو بریدونه وکړل

د اوکراین پوځ د شنبې پر ورځ د زمري ۱۱ په یوه ټیلیګرامي خبرپانه کې د مسکو شاوخوا ۱۸۰ کیلومټره جنوب ختیځ لوري ته د ریاضان د ښار د تېلو پر چاڼ‌خونه له برید وروسته، چې د عملیاتو په پایله کې یې پر تاسیساتو اور ولګید؛ خبر ورکړ.

خپور شوی

د

د اوکراین پوځ ویلي، چې دوی په روسیه کې د تېلو تاسیسات د یوې لویې چاڼ‌خونه، د بې پیلوټه الوتکو ځانګړی پوځي ډګر او یوه برښنايي کارخونه.پر نښه کړي دي.

د اوکراین پوځ د شنبې پر ورځ د زمري ۱۱ په یوه ټیلیګرامي خبرپانه کې د مسکو شاوخوا ۱۸۰ کیلومټره جنوب ختیځ لوري ته د ریاضان د ښار د تېلو پر چاڼ‌خونه له برید وروسته، چې د عملیاتو په پایله کې یې پر تاسیساتو اور ولګید؛ خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د اوکراین شمال ختیځ پولې ته نږدې د ورونژ په سیمه کې د “انانفټ پروډکټ” شرکت د تېلو زیرمه هم پر نښه شوې ده.

په خبرپاڼه کې د بریدونو پر بڼو څه ندي ویل شوي؛ خو د اوکراین د اردو بې‌پیلوټه واحدونه د بې پیلوټه سیسټمونو پر کارولو د اوږده واټن د عملیاتو په ترسره کولو کې تخصص لري.

روسیې تر اوسه پخپلو اړوند بېخبناوو بریدونو ته ځواب ندی ویلی.

د اوکراین استخباراتي ادارې په روسیه کې پر پریمورسکو-آختارسک پوځي هوایي ډګر د بې‌پیلوټه برید راپور ورکړ، چې پر اوکراین د اوږده واټن ډرونونو د توغولو لپاره کارول کیږي.

دې ادارې دا هم ویلي، چې دوی په پینزا ښار کې یوه کارخونه هم پر نښه کړې، چې د راپورونو له مخې د روسیې پوځي صنعت ته د برښنایي اجزاو په رسولو کې ښکېله وه.

په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې د یرغل له پیل اوکراین اوږد واټن بریدونو ته د اغېزمن ځواب وړتیا نه‌درلوده؛ خو له هغه وخت راپدېخوا یې د اوږد واټن ځانمرګو بې پیلوټه الوتکې جوړې کړې، چې د سلګونو کیلومټره لرې چاودېدونکي جنګي خولۍ د لېږدولو وړتیا لري.

د روسیې دفاع وزارت د زمري پر یوولسمه په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې د دوی د هوایي دفاع سیسټمونو د شپې په اوږدو کې ټولټال ۳۳۸ اوکرایني ډرونونه غورځولي دي.

دغه راز د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې دوی د شپې لخوا د اوکراین خاورې ته له توغول شویو ۵۳ روسي ډرونونو څخه ۴۵ یې غورځولي دي.

د اوکراین په ختیځه جبهه کې د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د زمري پر یوولسمه د ډونیتڅک سیمې د اولیکساندر-کالینووا کلی نیولی.

رویټرز راپور ورکړی، چې دوی نشي کولی په خپلواکه توګه دا معلومات تائید کړي.

روسي ځواکونه اوس د درې نیم کلونو له روانې جګړې وروسته په ختیځ او سویل کې د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره کنټرولوي.

نړۍ

پر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریف‌الله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریف‌الله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت د چارشنبې پر ورځ( د وږي پېنځه‌ویشتمه / د سپټمبر شپاړلسمه) څرګنده کړې: افغان وګړی محمد شریف‌الله، چې د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید په تړاو تورن و؛ پر ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریف‌الله د داعش خراسان ډلې غړی و او نږدې ۱۰ کاله یې یوې پېژندل شوې ترهګرې ډلې ته مالي امکانات برابرول.

د امریکا د لوی څارنوال مرستیال او د ملي امنیت په چارو کې د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي جان ای. آیزنبرګ په خبرپاڼه کې ویلي؛ محمد شریف‌الله نږدې ۱۰ کاله د« یوې ناوړه مبارزې په زړه» کې تېر کړي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره وسایل برابرول.

آیزنبرګ زیاته کړې؛ همدا ملاتړ د دې لامل شو، چې د کابل هوايي ډګر د« آبي دروازې» په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شي.

د خبرپاڼې له مخې، آیزنبرګ ویلي:« د شریف‌الله لاسونه د خلکو پر وینو ککړ ول» او د محکمې د چهارشنبې ورځې د پرېکړې له مخې، نوموړی د دغو کړنو په تړاو مسوول وپېژندل شو.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا به په ټوله نړۍ کې هغه کسان تعقیب او ونیسي، چې د امریکايي سرتېرو په وژلو کې لاس ولري.

دغه راز د ویرجینیا ختیځې حوزې لپاره د څارنوالۍ لومړۍ مرستیالې ټیفاني کې. اسټاموس ویلي، محمد شریف‌الله خپل ژوند تاوتریخوالي او د کرکې له کبله د خلکو وژلو ته وقف کړی و.

محمد شریف‌الله د ۲۰۲۱ز.کال د اګست په میاشت کې د شوي ځانمرګي برید پر تړاو تورن دی؛ په دې برید کې ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

د دې دوسیې څارنوال رایان وایټ ویلي؛ شریف‌الله د داعش غړي د دې برید په ګډون د مسکو د برید په پلانولو کې مهم رول درلود.؛ خو د محمد شریف‌الله مدافع وکیل لارین روزن محکمې ته ویلي، چې د هغه موکل په دروغو اعتراف کړی دی. نوموړي زیاته کړې وه، چې څارنوالانو، د امریکا فډرالي تحقیقاتو ادارې(اف‌بي‌ای) ته د محمد شریف‌الله له اعتراف پرته محکمې ته داسې نور اسناد او شواهد نه‌دي وړاندې کړي، چې وښيي هغه د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس درلود.

د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پر شپږویشتمه هغه برید، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د بهیر پر مهال د کابل هوايي ډګر مخې ته وشو؛ داعش یې مسوولیت ومانه.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ څېړنو ښودلې، چې د دغه ځانمرګي برید عامل عبدالرحمن لوګری و. نوموړی د داعش غړی او د جمهوري نظام له ړنګېدا وروسته د بګرام له زندان څخه د طالبانو له‌خوا خوشې شوی و.

Continue Reading

نړۍ

په یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده

رویټرز راپور ورکړی، چې حوثي جنګیالیو د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې سویل ته پرمختګ کړی او د باب‌المندب تنګي د تړلو وړتیا یې زیاته شوې ده. دغه تنګی د سره سمندرګي په خوله کې پروت دی او د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.

Published

on

د ایران پلوو حوثیانو چټک پرمختګ د دې ډلې نفوذ تر سټراټیژیک باب‌المندب تنګي پورې رسولی، چې له کبله یې امریکا د منځني ختیځ په روان کړکېچ کې له نوې ستونزې سره مخ شوې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې حوثي جنګیالیو د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې سویل ته پرمختګ کړی او د باب‌المندب تنګي د تړلو وړتیا یې زیاته شوې ده. دغه تنګی د سره سمندرګي په خوله کې پروت دی او د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی.

د راپور له مخې، حوثیانو د جمعې پر ورځ «پریم» ټاپو تر کنټرول لاندې راوستی، چې د یمن او افریقا ترمنځ د باب‌المندب تنګي تر منځ پروت دی.

د حوثیانو دغه پرمختګ د سعودي عربستان لپاره هم اندېښمنوونکی بلل شوی؛ ځکه دغه هېواد د هرمز تنګي له تړل کېدا وروسته د سره سمندرګي له بندرونو څخه د خپلو ډېرو تېلو د لېږد لپاره کار اخلي.

راپور زیاتوي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د پنجشنبې پر ورځ د امریکايي له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړي او له حوثیانو سره یې د مبارزې لپاره د امریکا د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.

د درې بېلابېلو سرچینو د څرګندونو له مخې: واشنګټن ویلي، چې د اوس لپاره به په مستقیم ډول په جګړه کې ښکېل نه‌شي؛ خو له سعودي عربستان سره به استخباراتي معلومات شریک کړي.

د امریکا د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې واشنګټن د سرې بحیرې د بېړیو د تګ راتګ پر آزادۍ او ملي امنیتي ګټو راڅرخیږي او غواړي سیمه‌ییز شریکان د امنیتي ننګونو د اواري لپاره مخکښ رول ولوبوي.

شنونکو ويلي؛ که حوثیان باب‌المندب وتړي، د نړۍ د تېلو شاوخوا اووه سلنه او د نړیوالې سوداګرۍ نږدې ۱۲ سلنه به له خنډ سره مخ شي.

دوی باور لري، چې د حوثیانو پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام به د واشنګټن لپاره بله ستره ننګونه وي؛ ځکه امریکايي پوځ له وړاندې په ایران کې د جګړې له کبله له پوځي فشار سره مخ دی.

د امریکا پخوانیو چارواکو او شنونکو ویلي، واشنګټن اوس له دوه انتخابونو سره مخ دی؛ یا باید د حوثیانو د شاتګ لپاره خپل پوځي ځواکونه او هوايي دفاعي مهمات وکاروي، یا سعودي عربستان او د هغه متحدین پرېږدي، چې پر یوازې ځان له دې ډلې سره مقابله وکړي.

Continue Reading

نړۍ

اروپايي ټولنه د ګرینلینډ د نیولو لپاره د ټرمپ د هڅو په غبرګون کې پانګونه زیاتوي

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډېرلاین ګرینلنډ ته له رسېدا وروسته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د پانګونې نوی پروګرام به «د پام وړ» وي.

Published

on

 
اروپايي ټولنه غواړي په ګرینلینډ کې خپله پانګونه زیاته او له دې خپلواکې ډنمارکي سیمې سره خپلې سیاسي اړیکې نږدې کړي؛ دا ګام د ډونالډ ټرمپ د ګرینلینډ د نیولو د هڅو په غبرګون کې پورته کېږي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډېرلاین ګرینلینډ ته له رسېدا وروسته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د پانګونې نوی پروګرام به «د پام وړ» وي.

ټاکل شوې، چې دغه پانګونې د مهمو کانونو، سپوږمکیزو اړیکو او نوي کېدونکې انرژۍ په برخو کې وشي.

فون ډېرلاین ګرینلینډ ته په خپل دوه‌ورځني سفر کې د ګرینلینډ او ډنمارک له حکومتونو ملاتړ کړی دی.

د دغو دواړو هېوادونو چارواکو له دې مخکې څو ځله د ټرمپ د دې هڅو مخالفت کړی، چې د ټاپو کنټرول ترلاسه کړي.

ګرینلینډ د شمالي قطب په سټراټیژیک جغرافیایي موقعیت کې پروت دی او د یخونو له ویلې کېدا سره د کښتۍ‌چلونې د لارو او معدني سرچینو په ګډون د دې سیمې ارزښت د امریکا، روسیې، چین او اروپا لپاره زیات شوی دی.

ټرمپ له دې مخکې ویلي وه، چې امریکا د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره د ګرینلینډ کنټرول ته اړتیا لري؛ خو ډنمارک او ګرینلینډ دا غوښتنه رد کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!