سیمه ییز خبرونه

ايران په افغانستان كې د سولې په موخه له خبرو اترو ملاتړكوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ايران په افغانستان كې د سولې راتلو په موخه د ټولو ډلو له خبرو اترو ملاتړكوي. د ايران د بهرنيو چارو وزير د دغه مطلب له څرگندولو سره تينگاركوي، چې:

په افغانستان او پاكستان كې امنيت د ايران په گټه دى او هڅه به وشي، چې د سولې بهيرپه برياليتوب سره پرمخ ولاړشي.

د ايران بهرنيو چارو وزير په داسې حال كې دا څرگندونې كوي، چې په دې وروستيو كې پرايران تور لگيدلى، چې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته وسلې او مهمات را ليږي؛  خو ايرانيو چارواكو تل دا تورونه رد كړي دي.

د ايران بهرنيو چارو وزير علي اكبر صالحي ، چې د افغانستان او ايران د پولو ترمنځ په ازاده سيمه كې د افغان دولت كابينې له څلور وزيرانو سره ليدنه وكړه وويل، چې:

ايران په افغانستان كې د سولې له بهير ملاتړى كوي او په افغانستان او پاكستان كې امنيت د ايران په گټه دى.

نوموړى زياتوي، چې:

په دې برخه كې بايد گاونډ هېوادونه هلې ځلې وكړي.

صالحي ټينگار كړى، چې ايران له تېرو څو كلونو راهيسې په افغانستان كې د سولې د راتلو هڅې كړې دي.

د نيمروزيو سيمه ييزچارواكى بيا ادعا لري، چې په دغه ولايت كې ډېرې ناامنۍ هغو ډلو را منځته كړي، چې د ايران يې ملاتړ كوي.

په هرات كې د متخصصانو د شورا رييس  محمد رفیق شهیر وايي، چې:

ايران تل د افغانستان پر اړوند مسايلو دوه مخۍ سياست كارولى دى.

سره له دې، چې پر ايران د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته د وسلو د وركولو او په ناامنيو كې د لاس لرلو تورونه دي؛ خو ايران تل دا تورونه رد كړي او په افغانستان كې يې د سولې  پر راتلو ټينگار كړى دى.

افغان دولت هم په افغانستان كې د سولې په راتلو كې د ايران رول مثبت او گټور بولي او د افغان دولت مخالفينو ته د ايران له خوا د وسلو وركړه ردوي.

Trending

Exit mobile version