تازه خبرونه
ایراني ځواکونو د نشهيي توکو د قاچاق پر تور دوه افغانان نیولي
(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۴۰۱)
د ایران سرحدي ځواکونو د ۱۵ کیلو ګرامه نشهيي توکو د قاچاق پر تور دوه افغان وګړي نیولي دي.
د ایران دولتي خبري آژانس پرون (شنبه د کب دیارلسمه ) خبر ورکړ، چې دغه افغانان ایران ته د ننوتو پر مهال د دوغارون په ګمرک کې ونیول شول.
د دغه راپور له مخې؛ د دوغارون ګمرک رييس سيد حسن رحيم زاده ويلي، چې نيول شويو کسانو غوښتل لس کيلوګرامه ترياک او څلور کيلوګرامه چرس ايران ته ولېږدوي.
ایراني چارواکو په داسې حال کې د دغو دوه افغانانو له نیولو خبر ورکړی، چې د پنجشنبې پر ورځ په مازندران ولایت کې یو بل افغان د جاسوسۍ پر تور بندي شوی دی.