تازه خبرونه

ایراني ځواکونو ۱۰ افغانانو ته ځاني زیانونه واړول

د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر مسوول محمد نسیم بدري زیاته کړې: دا کسان د فراه ولایت اوسېدونکي دي. دوی هڅه کوله، چې د فراه د شیخ ابو نصر بندر له لارې د ایران خاورې ته ننوځي؛ خو د ایراني سرحدي ځواکونو له وسلوال غبرګون سره مخ شول.

Published

on

د فراه ولایت امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر راپور ورکړی، چې د ایران سرحدي ځواکونو د هغو کسانو پر یوه ډله ډزې کړي، چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول له افغانستان څخه ایران ته واوړي؛ په پېښه کې ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ورک دي.

د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر مسوول محمد نسیم بدري زیاته کړې: دا کسان د فراه ولایت اوسېدونکي دي. دوی هڅه کوله، چې د فراه د شیخ ابو نصر بندر له لارې د ایران خاورې ته ننوځي؛ خو د ایراني سرحدي ځواکونو له وسلوال غبرګون سره مخ شول.

ایران په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو او اقتصادي فشارونو له کبله د بې اسنادو مهاجرو پر وړاندې سخت اقدامات کړي دي.

افغان چارواکو ويلي، چې دوی به د ډزو د شرایطو په اړه له ایراني چارواکو څخه وضاحت وغواړي.

شنونکو ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ له همغږۍ پرته، د ورته غمیزو شونتیاوې ډېرې دي؛ ځکه، چې اقتصادي ستونزې افغانان د کډوالۍ خطرناکو لارو ته اړ باسي.

ویل کیږي، چې پېښه سرحدي خطرونو او غیرقانوني تګ – راتګ ته د نه پاملرنې له کبله رامنځته شوې ده.

Trending

Exit mobile version