سوداگري

ایران افغانستان، ترکیې او ترکمنستان ته د ریل‌ګاډي درې نوې لارې جوړوي

د ایران د اوسپنې‌پټلۍ مشر او د سړکونو او ښاري پراختیا مرستیال وزیر جبارعلي ذکري د یکشنبې پر ورځ( د زمري پېنځمه ) پرس ټلویزیون ته ویلي، چې نوې لارې د سیمه‌ییز ریل‌ګاډي د نښلولو لپاره د ایران د اوږدمهاله پلانونو یوه برخه ده.

Published

on

ایران اعلان کړی، چې پر ریل‌ګاډي د لېږد رالېږد د ودې او د سیمه‌ییزو مسافرینو د سفر د زیاتوالو لپاره د افغانستان، ترکیې او ترکمنستان په ګډون ګاونډ هېوادونو ته به درې نوې لارې جوړې کړي.

د ایران د اوسپنې‌پټلۍ مشر او د سړکونو او ښاري پراختیا مرستیال وزیر جبارعلي ذکري د یکشنبې پر ورځ( د زمري پېنځمه ) پرس ټلویزیون ته ویلي، چې نوې لارې د سیمه‌ییز ریل‌ګاډي د نښلولو لپاره د ایران د اوږدمهاله پلانونو یوه برخه ده.

د ذکري د څرګندونو له مخې؛ له دې لارو څخه یوه مستقیمه کرښه ده، چې مسافر به له تهران او مشهد څخه د افغانستان هرات ښار ته رسوي.

هغه زیاته کړې، چې د دې لارې پیل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفري اسنادو د اړوند مسلو له حل سره تړاو لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کرښه به په پیل کې هرات ته نږدې تر روزناک سټیشن پورې وغځیږي او د ایراني شرکتونو لخوا د پاتې ۷۰ کیلومټرو له بشپړېدو وروسته به هرات ته وغځول شي.

دوه‌یمه لار به له تهران څخه د ترکیې پلازمېنې انقرې ته د مسافر وړونکې د ریل‌اوسپنې‌پټلۍ وي، چې د تهران او د ترکیې د وان ښار ترمنځ اوسنی لار به وغځوي. د دې لارې د کرایې او مالي اړخونو د ټاکلو لپاره د ایران او ترکي چارواکو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او تمه ده، چې دا به په راتلونکو دوه میاشتو کې پیل شي.

درېیمه لار به د مشهد ښار د ترکمنستان له مرو ښار سره ونښلوي.

ذکري هیله څرګنده کړې، چې دا لار کولی شي د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د ایران د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لار اواره کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اورګاډي دا کرښه به د ایران مسافرینو ته له ازبکستان او تاجکستان سره د لاسرسي وړتیا شونې کړي.

له کلونو راپدېخوا افغانستان د اورګاډي له پراخې شبکې بې‌برخې و او یوازې ریلي محدودې لارې د هېواد په پولو کې فعالیت کاوه. په تېرو دوه لسیزو کې د بېخبنا اړوند دا پراختیایي پروژې پر بهرنۍ پانګونې او سیمه‌ییزې همکارۍ پیل شوې دي.

Trending

Exit mobile version