تازه خبرونه

ایران افغان نجونو ته تعلیمي بودجه پېنځه برابره زیاته کړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۴, ۱۴۰۱)

تهران پوهنتون څرګنده کړې: غواړي له هغو افغان نجونو سره، چې له زدکړو بې برخې دي؛ مرستې وکړي.

تهران پوهنتون زیاته کړې؛ افغان نجونو ته بورسونه ورکوي.

په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدکړو او کار له محدودیتونو لګولو وروسته تهران پوهنتون په ډاګه کړې، چې د افغان محصلینو د تحصیلي بورسونو بودجه یې پېنځه برابره زیاته کړې ده.

دوی وايي له دې لارې غواړي د ډېرو نورو هغو افغان نجونو ملاتړ وکړي، چې له زدکړو بې برخې دي.

د تهران پوهنتون د مدیره پلاوي آمر ويلي، چې اوسمهال په دغه پوهنتون کې ٤٧٠ افغان محصلين زدکړې کوي، چې ١٤٠ يې نجونې دي.

د تهران پوهنتون د علمي چارو عمومي مدیر وایي: ایران په پام کې لري، چې له ګاونډ هېوادونو څخه ډېر زدکوونکي ومني. سږکال مونږ کولی شو د افغان زدکوونکیو، په ځانګړې توګه د ښځینه زدکوونکیو سره په پراخه کچه مرسته وکړو او مونږ به د افغان نجونو لپاره تحصیلي بودجه پېنځه برابره زیاته کړو او د افغان محصلینو لپاره د زدکړو لګښت هم راکښته کوو.

کارپوهان وايي، افغان میرمنې او نجونې دا مهال له خپلو حقونو بې برخې دي او نورو هېوادونو ته په کار ده، چې افغان نجونو ته د تحصیل زمینه برابره کړي.

د ښځو د حقونو یو شمېر هڅاند وايي، افغان میرمنې او نجونې له  خپلو حقونو بې برخې دي او هېوادونه باید د ښځینه محصلینو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د عربي متحده اماراتو یوه سوداګر ژمنه کړې وه، چې سل افغان نجونو ته به له افغانستان څخه بهر د زدکړو زمینه برابره کړي، چې ړمګړۍ له زدکړو بې برخې دي.

Trending

Exit mobile version