سیمه ییز خبرونه
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي وه، چې که ایران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي؛ نو کولی شي له هغه سره ټیلیفوني اړیکه ونیسي او ټینګار یې کړی، چې تهران هیڅکله نشي کولی اټومي وسلې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې ایران ویلي وه: امریکا باید د هوکړې پر وړاندې د ایران د بندرونو د محاصرې په ګډون خنډونه لرې کړي.
اکسیوس خبري اوبپاڼې د یکشنبې پر ورځ د یوه امریکايي چارواکي او دوه باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی: ایران د پاکستانيو منځګړو له لارې امریکا ته یو نوی وړاندیز وړاندې کړی، چې د هرمز تنګی بیا پرانیستل شي؛ جګړه پای ته ورسېږي او اټومي خبرې راتلونکي پړاو ته وځنډول شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي وه، چې که ایران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي؛ نو کولی شي له هغه سره ټیلیفوني اړیکه ونیسي او ټینګار یې کړی، چې تهران هیڅکله نشي کولی اټومي وسلې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې ایران ویلي وه: امریکا باید د هوکړې پر وړاندې د ایران د بندرونو د محاصرې په ګډون خنډونه لرې کړي.
د سولې د هڅو د بیا راژوندي کېدا هیلې د شنبې پر ورځ هغه مهال کمزورې شوې، چې ټرمپ اسلامآباد ته د خپلو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر سفر لغوه کړ. د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ روسیې ته له سفر مخکې، چې هلته به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني، پاکستان او عمان ته تګ راتګ درلود.
ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي: «که دوی غواړي خبرې وکړي؛ کولی شي مونږ ته راشي یا له مونږ سره ټیلیفوني اړیکې ونیسي. تاسې پوهېږئ، چې ټیلیفون شته. مونږ خوندي او ښې کرښې لرو.»
هغه زیاته کړې: « دوی پوهېږي، چې په هوکړه کې باید څه وي. دا ډېر ساده ده: هغوی نهشي کولی اټومي وسلې ولري، پرته له دې د لیدنې لپاره هیڅ دلیل نهشته.»